د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

ټاکل شوې ده چې د جون پر شپږمه نېټه د افغانستان په کوربه توب په کابل کې د سولې کانفرنس جوړ شي چې پکې د ګاونډيو هېوادونو استازيو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

کانفرنس به په افغانستان کې د سولې راوستو لارې چارې لټوي.

خو تر دې وار له مخه د مې پر ۳۱ مه نېټه د کابل په زړه کې له بارودو بار موټر چاودنه شوې چې پکې د چارواکيو په وينا اتيا زيات کسان وژل شوي دي.

د افغانستان تل دا تور پورې کړی چې ګاونډی هېوادونه ددې هېواد په بې ثباتي کې لاس لري او هغوي دا تور ردوي.

د کابل دې تور ته په پام سره پوښتنه راپورته کېږي چې ايا افغان حکومت به و توانېږي چې ګاونډيان د سولې ملاتړ ته و هڅوي؟

دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام کې د پاکستان پخوانی سفارتکار ایاز وزير، په لندن کې مېشت خبريال سميع يوسفزي او په کابل کې د سولې او شخړو مطالعاتو څېړنيز مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي سره بحث شوې ده.

د افغانستان په ثبات کې ګاونډیان څه رول لوبوای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:03 0:00

د افغانستان په ثبات کې ګاونډیان څه رول لوبوای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:03 0:00

ټاکل شوې ده چې د جون پر شپږمه نېته د افغانستان په کوربه توب په کابل کې د سولې کانفرنس جوړ شي چې پکې دګاونډيو هېوادونو استازيو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.ايا افغان حکومت به و توانېږي چې ګاونډيان د سولې ملاتړ ته و هڅوي؟ دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام کې د پاکستان پخوانی سفارتکار ایاز وزير، په لندن کې مېشت خبريال سميع يوسفزي او په کابل کې د سولې او شخړو مطالعاتو څېړنيز مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي سره بحث شوې ده.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG