د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د فاټا ايیني اصلاحاتو په اړه يو ځل بيا سياسي هلې ځلې زياتې شوې دي.

د پاکستان په پارليمان کې د قبايلي سيمو استازي، سياسي ګوندونه او مدني فعالان د حکومت له لورې د اصلاحاتو په قامې اسمبلۍ کې په نه وړاندې کولو خپه دي.

دوی د مې په شپږمه نېټه دهړکه ورکړې وه چې که اييني اصلاحات له پارليمانه ژر نه شو منظور نو د مې پر شلمه نېټه به اسلام اباد د احتجاج په توګه و تړي.

خو حکومت وار له مخه ژمنه کړې چې په راتلونکې څو ورځو کې به اصلاحات د منوظرۍ لپاره په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړي.

د فاټا اصلاحاتو په منظورۍ کې خنډ او ځنډ ولې دی؟

دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له سنېټر سجاد طوري او د فاټا وکيلانو اتحاديي له يو مشر اعجاز مومند څېړل شوې ده.

د فاټا اييني اصلاحاتو په منظورۍ کې خنډ او ځنډ ولې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:06 0:00

د فاټا اييني اصلاحاتو په منظورۍ کې خنډ او ځنډ ولې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:06 0:00

په اسلا م اباد کې د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه شوې ټوله ګونديزه غونډه کې حکومت ته دهړکه ورکړل شوې وه چې که اييني اصلاحات ژر تر ژره په پارليمان کې د منظورۍ لپاره وړاندې نکړل شو نو دوی به د احتجاج په توګه د مې پر شلمه نېټه اسلام اباد و تړي.د فاټا اصلاحاتو پارليمان ته په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ ولې ده؟ دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له سنېټر سجاد طوري او د فاټا وکيلانو له يو مشر اعجاز مومندسره څېړل شوې ده.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG