د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د اقتصادي همکارۍ سازمان په مخ کې سياسي خنډونه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:29 0:00

په اسلام اباد کې د چارشنبې په ورځ د قتصادي همکارۍ سازمان سرمشريزه کې د غړيو هېوادونو ترمنځ د رابطو او تجارت پر زياتولو سلا وشوه. دا په داسې حال کې ده چې امنيتي اندېښنو له کبله پاکستان له افغانستان سره د تورخم او چمن لارې لا هم تړلې دي. هم دغه شان افغانستان ددې سازمان د منځنۍ اسيا غړيو هېوادونو ته د رسېدو يوه مهمه لار ده. د غړيو هېوادونو خپل منځي سياسي اختلافات د سازمان اقتصادي هدفونو په مخ کې څومره لوی خنډ دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې په اسلام hباد کې د اقتصادي چارو پوه جاويد اقبال او په پېښور کې د سياسي چارو پوه ډاکټر خادم حسين سره څېړل شوي دي.

د کابل او اسلام اباد پر يو بل تورونو او پر اړيکو يې اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:52 0:00

په دې وروستيو کې په پاکستان کې وسله والو بريدونو د کابل او اسلام اباد وار له مخه خرابې اړيکې لا پسې کړکېچنې کړي دي. د دغو بريدونو ذمه واري داعش او جماعت الحرار وسله والو ډلو منلې او اسلام اباد تور لګوي چې دغه ډلې په افغانستان کې پټن ځايونه لري خو کابل بيا تور پورې کړی چې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو ۳۲ مرکزونه دي چې د افغانستان پرضد استعمالېږي. دغسې تورونو د د دواړو هېوادونو ترمنځ خراب تعلقات څومره پېچلې کړي دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني سفارتکار ایاز وزير او د سياسي چارو کابل مېشت پوه اباسين بريال سره څېړل شوی دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG