د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د يکشنبې په ورځ د افغانستان د سفر پر مهال د هغه هېواد له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوړ پوړو چارواکيو سره وليدل.

په غونډه کې د افغانستان او پاکستان مشران سره سلا شول چې د تعلقاتو ښه کولو په برخه کې به نوي ګامونه اخلي.

هم ددې کتنې وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سېشنبې په ورځ د افغانستان له سياسي مخورو سره وليدل او په دې اړه يې ورسره مالومات شريک کړل.

پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان او پاکستان د مشرانو تازه ليدنه او کړې ژمنه به د پخوا برعکس څه نتيجه ورکړي او که څنګه.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې د پاکستان له پخواني ډپلوماټ اياز وزير، په کابل کې ليکوال او د سياسي چارو پوه اسماعيل يون او د کابل پوهنتون ښوونکي نصرالله ستانکزي سره څېړل شوې دي.

د کابل او اسلام اباد د خبرو اترو تازه بهير به څه نتيجه ورکړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:35 0:00

د کابل او اسلام اباد د خبرو اترو تازه بهير به څه نتيجه ورکړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:35 0:00

پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان او پاکستان د مشرانو دغه نوې ليدنې او ژمنې به د پخوا برعکس څه نتيجه ورکړي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې د پاکستان له پخواني ډپلوماټ اياز وزير، په کابل ليکوال او د سياسي چارو پوه اسماعيل يون او د کابل پوهنتون ښوونکي نصرالله ستانکزي سره څېړل شوي دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG