د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د امريکايې چارواکيو يو پلاوی به ډېر ژر د اسلام سفر وکړي.

د دواړه هېوادونو د چارواکيو ترمنځ تګ راتګ له هغه وروسته زيات شوی چې کله د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست په پای کې د جنوبي اسيا او افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړه.

ولسمشر ټرمپ پر پاکستان غږ کړی وو چې پر خپله خاوره مېشت د مشکوکو وسله والو پټنځايونه دې له منځه یوسي.

اسلام اباد پر دې خپګان څرګند کړی وو او ويلي وو چې په تګلاره کې يې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ورکړل شوې قربانياني نه دې منل شوې.

له دې وروسته د پاکستان لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير په واشنګټن کې له امريکايي مشرانو سره وليدل.

خو اوس به د امريکا چارواکي اسلام اباد ته ورځي.

پوښتنه داده چې تر اوسه شويو ليدنو د اسلام اباد او واشنګټن په اړيکو کې تاوتريخوالی څومره کم کړی دی؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې پخواني ډپلوماټ اياز وزير او د پاکستاني پوځ پخواني افسر برېګېډيير سيد نذير سره څېړل شوې دي.

د پاکستاني او امريکایې چارواکيو لېدنو اړيکې څومره ښې کړې دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستاني او امريکایې چارواکيو لېدنو اړيکې څومره ښې کړې دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د امريکايې چارواکيو يو پلاوی به ډېر ژر د اسلام سفر وکړي.پوښتنه داده چې تر اوسه شويو ليدنو د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ تاوتريخوالی څومره کم کړی دی؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې پخواني ډپلوماټ اياز وزير او د پاکستاني پوځ پخواني افسر برېګېډيير سيد نذير سره څېړل شوې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG