د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د بشري حقونو فعالانو تري تم کيدل د پاکستان د بشري حقونو کارکونکو لپاره ښه پيغام نه دی.

پراګ – په اسلام اباد کې په تيره يوه اونۍ کې پنځه د بشری حقونو فعالان تري تم کړل شوی دی. په دي کې د بشري حقونو فعال او شاعر پروفیسر سلمان حیدر له اسلام اباده د جمعې له شپې راهيسې لادرکه دی. د جنورۍ پر څلورمه عاصم سعید او وقاص ګورایا، د تېر خالي په ورځ احمد رضا نصیر چې په ټولنیزو رسنیو فعاله ول او د مدني ټولني ثمر عباس، ورک دي۔

د بې درکه شویو غړیو د موندنې او راخوشېکولو لپاره د ملک په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه هم روان دي۔ د بشري حقونو فعالانو د تښتولو زمه واري چا نه ده اخېستې.

بلخوا د پاکستان کورنيو چارو وفاقي وزير چودري نثار علي خان د سېنېټ غونډې ته د بې درکه کړل شویو کسانو په اړه څرګندونو کې ويلي چې حکومت نه خو د خپل ولس د بې درکه کولو په پالیسۍ عمل کوي او نه به دا برداشتوي.

همدا موضوع مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړلې چې پکې د پاکستان بشري حقونو کميشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشر شير محمد، د نيشنل ټريډ يونين فيډريشن مرکزي اطلاعاتو سکتر مشتاق علی شاه او د بشري حقونو فعاله ثنا اعجاز مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د بشري حقونو فعالان ولي تري تم کيږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د بشري حقونو فعالان ولي تري تم کيږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال تر رڼا لاندي بحث کې مو په اسلام اباد کې په تيره يوه اونۍ کې د پنځو فعالانو د تري تم کيدو موضوع څيړلي دی. په پروګرام کې د بشري حقونو فعالان ميلمانه دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG