د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د مشال تر رڼا لاندې

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:59 0:00
په برسلز کې تر حملو وروسته خلک له وژل شویو او ژوبلو سره د یووالي په موخه ورغونډ شوې دي.
په برسلز کې تر حملو وروسته خلک له وژل شویو او ژوبلو سره د یووالي په موخه ورغونډ شوې دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث پاڼې ته ښه راغلاست.

د سې شنبې یا نهې پر سهار د بیلجییم په پلازمېنه برسلز کې پر هوايي ډګر او ځمکلاندې اورګاډي یا مېټرو پر تمځي په بمي بریدونو کې ګڼ کسان ووژل او ژوبل شول.

تر دې مخکې د ۲۰۱۵ز کال په نومبر کې په پاریس کې ډله ییز بریدونه شوي ول چې وروسته بیا د اروپايي ټولنې مشرانو یو شمېر امنیتي اقدامات واخیستل. اوس یو ځل بیا اروپايي مشرانو ویلي چې د برسلز تر پېښو وروسته به امنیت لا سختوي.

په اروپا کې ګڼ افغانان او پښتانه اوسي، کار کوي او یا هم زده کړې تر لاسه کوي. په دوی کې ځېنې کورنۍ له لسیزو راهیسې په اروپايي هېوادونو کې اوسي. همداراز، ګڼ افغانان او پښتانه اوس هم د کډوالو په توګه اروپايي هېوادونو ته ورځي.

نن په خپرونه کې موږ پر دې بحث کوو چې افغانان او پښتانه د اروپا له بدلېدونکو امنیتي او سیاسي څنګه اغېزمنېږي او دې خبرې ته په پام سره چې افغانستان او پښتونخوا له لسیزو راهیسې د ناامنۍ او وسله والو بریدونو ښکار دي، نو د اروپا دا ډول ناامنۍ دوی ته څه پیغام ورکوي او دوی څنګه ځان د وسله والو ډلو له فعالیتونو او افکارو لرې او جلا ښودلای شي. همداراز، دا موضوع به هم څېړو چې په اروپايي ټولنه کې دننه هغه کوم لاملونه دي چې سختدریځه فکر ته لار برابروي.

په خپرونه کې له لندنه د افغان ملي جرګې مشر، پښتون ملتپاله سیاستوال اوقانون پوه ذاکر حسین او د برتانیا د ختیځ او افریقايي مطالعاتو پوهنتون استاده ډاکتره اورځلا اشرف نعمت زموږ مېلمانه دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

برسلز بریدونه: د اروپا امنیت او پر افغانانو او پښتنو د دې اغېز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG