د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

جمعه خان صوفي
جمعه خان صوفي

جمعه خان صوفي د اجمل خټک مرستيال وو او د بلوڅو او پښتنو د وسله والي مبارزې جګړيزه مالومات او سياسي دريځ به يې په نړيواله کچه خپراوه.

جمعه خان صوفي ليکوال او پخوانی سياسي کارکن وو. د ۱۹۷۰ کلونو په لومړنيو کې د نېشنل عوامي پارټۍ غړی وو چې وروسته ورباندي د ذوالفقار علي بوټو حکومت بنديز ولګاوه او چې کله د دې ګوند مشر اجمل خټک افغانستان ته ولاړ نو جمعه خان صوفي هم ورپسې ورغلی او هلته يې د بلوڅو او پښتنو د وسله والي مبارزې د بهرنيو هېوادونو لپاره استازی شو.

جمعه خان صوفي ـ اوس پاکستانی يم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:38:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دی د اجمل خټک مرستيال وو او د بلوڅو او پښتنو د وسله والي مبارزې جګړيزه مالومات او سياسي دريځ به يې په نړيواله کچه خپراوه.

خو کله چې په ۱۹۸۹م کې د پاکستان وزيراعظمې بې نظير بوټو سياسي فعالانو ته د عامي بخښني اعلان وکړ نو په کابل کې مېشت پښتانه او بلوڅ سياسي مشران او غړي بيرته پاکستان ته ولاړ.

له دوی سره جمعه خان صوفي هم ملګری وو او له تلو سره سم يې په عوامي نېشنل ګوند کې ګډون وکړ خو وروسته يې له پارټۍ سره اختلافات پيدا شواو له ګونده ګوښه شو.

هغه پروسږ کال په افغانستان کې د خپل تېر شوي ژوندانه ياداښتونو په يو کتاب”درمسال د خټې“ کې يوځای کړي چې د ”فريب ناتمام“ په نامه اردو ژبي ته اړول شوی دی.

عبدالحي کاکړ لهجمعه خان صوفي سره مرکه کړې ده.

د امريکايې ولسمشر وينا او د پاکستان او افغانستان يادونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سه شنبې په ورځ د کانګرېس ګډې غونډي او ملت ته وينا وکړه چې پکې يې د نړی پر سياست، د امريکا پر رول، دا عش او القاعده په اړه څرګندوني وکړې. په دې وينا کې که څه هم ښاغلي اوبامه د افغانستان او پاکستان په اړه په ځانګړې توګه څه و نه ويل البته د خبرو په اوږو کې يې يو ځای د دواړو هېوادونو يادونه وکړه. پوښتنه داده چې د پاکستان او افغانستان هغسي يادونه ولي ونشوه لکه چې به ښاغلي اوبامه په پخوانيو ويناوو کې کوله.؟ د مشال تر رڼا لاندي بحث پر دې موضوع خبري شوي دي. د پاکستان پوځ پخوانی چارواکۍ بريګيډير سيد نذير او په کابل کې ميشت د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز څېړونکی حکمت اعظمي دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG