د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د مشال تر رڼا لاندې

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:59 0:00
د خېبر پښتونخوا بلدیاتي انتخاباتو کې د درغلیو اصل تصویر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په داسې حال کې چې په خيبر پښتونخوا کې د روانې مياشتې پر دېرشمه نېټه پر شاوخوا ۳۵۰ بلدياتي څوکيو له نوې سره ټاکنې کېږي. خو جميعت علما اسلام، عوامي نېشنل پارټۍ او پيپلز ګوند ګډ اتحاد په ټوله صوبه کې د احتجاج اعلان کړی دی. دغه درې ګونديزه اتحاد تور لګوي چې د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا حکومت په دېرشم مۍ په شوو بلدياتي انتخاباتو کې ټګي يا درغلي کړې وه. خو تحريک انصاف وايې دهاندلي شوې وه خو دوی نه ده کړې او د شوې دهاندلۍ ذمه واري پر صوباي حکومت نه بلکې د انتخابي کميشن پر غاړه ده. تر دې وړاندې هم درې ګونديزه اتحاد احتجاج کړی وو خو بيا يې له څه مودې وروسته احتجاج درولی وو. پوښتنه دا ده چې دوی ولې په مظاهرو کې ځنډ راوست؟ آيا چې په ۳۵۰ چوکيو انتخابات له سره اعلان شوي دي نو بيا ولي احتجاج کوي؟ آيا خيبر پښتونخوا حکومت د دغو ګوندونو انديښنو ته د ډاډ وړ ځواب ورکړی دی؟ دا او نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کې څيړو. د عوامي نيشنل ګوند مرکزي جنرال سيکټري او د درې ګونديزه ايتلاف مشر ميا افتخار حسين او له سوات د صوباي اسمبلۍ غړی، د وزيراعلي سياسي سلاکار او د تحريک انصاف د خيبر پښتونخوا ډپټي آرګنايزر ډاکټر حيدر علي مو ميلمانه دي. عبدالحۍ کاکړ د بحث کوربه دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG