د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

پراګ - د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د ډېسېمبر پر ۳۰مه نېټه په ژوب کې د کاشغر ګوادر غربي لار د یوې برخې لا پراخولو پرانیسته وکړه او ویې ویل چې د دې لار یوه برخه به د ۲۰۱۶ز کال تر جنورۍ او بله هغه به یې د ۲۰۱۶ز کال تر ډېسېمبر بشپړه شي.

د چارشنبې یا شورو پر ورځ د اقتصادي لار د غربي برخې پرانیستو پر وخت له وزیراعظم سره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جمیعت علمای اسلام (ف) او عوامي نیشنل ګوند د مشرانو او سیاستوالانو په ګډون د نورو ګوندونو غړي او مشران هم ژوب ته ورغلي ول.

تر دې مخکې یادو ګوندونو او ځېنو ټولنیزو غورځنګونو لکه پښتونخوا ولسي تحریک د پاکستان مسلم لیګ (ن) پر وفاقي حکومت تور پورې کاوه چې د کاشغر ګوادر اقتصادي لار او د صنعتي زونونو ټولې پروژې یې له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه پنجاب ته اړولې دي.

نن په دې بحث کې هڅه کوو چې له ځېنو سیاستوالانو او پوهانو سره خبرې وکړو او دا معلومه کړو چې ایا اوس هم د اقتصادي کارېډور په اړه شکونه او ګمانونه یا اندېښنې شته او که څنګه؟

په دې بحث کې راسره، د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود چې پر کاشغر ګوادر لار یې څېړنې کړې دي او له لومړۍ ورځې راهیسې یې د سیاسي ګوندونو له مشرانو او چارواکو سره خبرې کړې دي، او د عوامي نیشنل ګوند سېنېتر باز محمد خان چې د دې لار په اړه د پارلېماني کمېټۍ غړی دی، مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د کاشغر ګوادر لار ژوب برخې پرانیسته او مهمې پوښتنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د کاشغر ګوادر لار ژوب برخې پرانیسته او مهمې پوښتنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د ډېسېمبر پر ۳۰مه نېټه په ژوب کې د کاشغر ګوادر غربي لار د یوې برخې لا پراخولو پرانیسته وکړه او ویې ویل چې د دې لار یوه برخه به د ۲۰۱۶ز کال تر جنورۍ او بله هغه به یې د ۲۰۱۶ز کال تر ډېسېمبر بشپړه شي. پر دې موضوع بحث د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG