د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

پراګ - څو ورځې مخکې د قبایلي سیمو اصلاحاتو لپاره د حکومتي کمېټۍ غړي او وفاقي وزیر زاهد حامد مشال راډيو ته ویلي ول چې د هغو سیمو اییني او قانوني حیثیت په اړه یې په پارلېمان کې د قبایلو له استازو سره مشورې بشپړې کړې دي او اوس به هغو سیمو ته ځي.

د ډېسېمبر پر ۲۲مه د اصلاحاتو حکومتي کمېټۍ مشر او د پاکستان وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته همدا خبره تکرار کړه او ویې ویل چې اوس به په قبایلي سیمو کې جرګې کوي او د هغو سیمو راتلونکي اییني حیثیت په اړه به وفاقي حکومت ته وړاندیزونه او سپارښتنې کوي.

نن مو هڅه کړې چې د دې حکومتي کمېټۍ رول او د پارلېمان له غړو سره د مشورو موضوع نوره وڅېړو. پر دې راسره د خبرو لپاره د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو څلور استازي مېلمانه دي.

سېنېټر سجاد حسین توری، سېنېټر هدایت الله، سېنېټر اورنګزېب خان او د قامي اسمبلۍ غړی قیصر جمال مو ننني مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د قبایلو پارلېماني استازي د اصلاحاتو په اړه بېلا بېل نظرونه لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د قبایلو پارلېماني استازي د اصلاحاتو په اړه بېلا بېل نظرونه لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

څو ورځې مخکې د قبایلي سیمو اصلاحاتو لپاره د حکومتي کمېټۍ غړي او وفاقي وزیر زاهد حامد مشال راډيو ته ویلي ول چې د هغو سیمو اییني او قانوني حیثیت په اړه یې په پارلېمان کې د قبایلو له استازو سره مشورې بشپړې کړې دي او اوس به هغو سیمو ته ځي. پر دې موضوع د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG