د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې


امریکا او طالبان سلا شوي دي چې د سولې خبرې وکړي. دا پریکړه وروسته تر دې واشنګتن وکړه چې د جون په ۱۸ د قطر په مرکز دوحه کې طالبانو سیاسي دفتر پرانیست.


که یوه لور ته امریکا او طالبان غواړي چې خبرې سره وکړي، بل لور ته کابل ویلي دي چې په دې خبرو کې به ګډون ونه کړي.

که دوه اړخه د روغې جوړې پر خبرو موافق شوي دي او دریم مهم اړخ له دې خبرو لرې پاتیږي، بیا به هم د روغې جوړې دا خبرې نتیجه ورکړي؟
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پاکستان کې نوی منتخب حکومت د جوړیدو په حال کې دی. په برخه کې د د حکومت په مخکې یو ګواښ له طالبانو سره سوله دي.


د مې په یولسمه چې کله پارلماني انتخابات ترسره شول، نو د مسلم لیګ ( ن) ډلې ډېرې څوکۍ ګټلي دي.

د دې ګوند مشر نوازشریف تر انتخاباتو مخکې دا ویلي و چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اتر پلوي کوي.

چې کله د مې په نهه ویشتمه د پاکستان د طالبانو د تحریک مرستیال مشر ووژل شو، طالبانو تور پورې کړی چې اسلام اباد دوه مخی سیاست کوي، یوه لور ته د دوی کسان وژني او بل لور ته دوی ته د سولې وړاندیز کوي.

د طالبانو مرستیال مشر د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی و، چې د پاکستان حکومت بیا بیا په دې برخه کې اعتراضونه کړې دي چې دا بریدونه دې بند شي.

له طالبانو سره دغه خبرې بیا هم کیدای شي؟ د کرښې پر غاړه اوونیځ بحث خپرونه کې دا مساله عبدالحی کاکړ څیړلې ده، دغه مېلمانه د جماعت اسلامي یو مشر پروفیسر ابراهیم ، د عوامي نیشنل پارټۍ يو مشر میا افتخار وحسین او د سیاسي چارو کارپوه عزیزالله خان دي.

دغه خپرونه دلته اوریدلی شئ:
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG