د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې



د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کياني ويلي د بلوچستان مسئله سياسي ده او حل يې هم باید له دې لارې ولټول شي.

دا خبره نوموړي د سې شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان د وزيراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په مشري کې يوې ځانګړي غونډي ته کړې ده. غونډه د بلوچستان د لادرکه کسانو په اړه رابلل شوې وه.


له غونډي وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزير قمر الزمان کائره خبريالانو ته وويل چې اشفاق کیاني غونډي ته وویل چې دی به په ذاتي توګه داخبره يقينی کوي چې د پاکستان پوځ او فرنټیېر کور په قانوني چوکاټ کې وساتي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

تر دې وړاندي هم د خبرو له لارې د بلوچستان د مسلې د حل رايستو هڅه شوې وه خو بريالۍ شوې نه وه. دا ځل خپله د پوځ مشر دا مني چې د بلوچستان مسئله سیاسي ده او حل يې هم سياسی رايستل پکار دی نو پوښتنه داده چې د پوځ لخوا دې ته سياسی مسئله ويل د حل لاره را ايستلۍ شي او که څنګه.


دا او ورسره نوري تړلي نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څيړل شوي دي.


د پيپلز ګوند پخوانۍ سنيټر او د بلوچستان د وزير اعلی نواب اسلم رئيساني ورور لشکري رئيساني . خبريال او څيړونکۍ ايوب ترين او ليکوال امان الله شاديزی د بحث ميلمانه او عبدالحۍ کاکړ يې کوربه دی.
د ناټو د سرمشریزې ګډون وال
د ناټو د سرمشریزې ګډون وال


د افغانستان په اړه په شلمه او يوويشتمه مئی د امريکا په شکاګو ښار کې په جوړ شوي کانفرنس کې د نړی مشراانو له دې هیواد سره له دوه زره څوارلس کال وروسته هم د مرستو جاري ساتلو ژمنه وکړه.


پاکستان ته هم په داسي حال کې په کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه چې د امريکا او افغانستان اړيکي خرابې دي او پاکستان د ناټو د رسد لاري تړلي دي.

په دې سرمشريزه کې د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداری سره د امريکا ولسمشر باراک اوباما او نه هم د نيټو سیکريټری جنرل آندرس فوغ راسموسن يو په يوه ليدني وکړي، نه هم آصف علي زرداري د سرمشريزي په رسمي تصوير کې ځای و موند.

کارپوهان دا د پاکستان ، امريکا او ناټو ترمينځ د اړيکو په خرابوالي کې د شدت راتلو په سترګه ګوري.

د نن د مشال تر رڼا لاندي بحث کې هم دغه اړيکي څيړل شوي او دا هم چې د شکاګو کانفرنس په افغانستان او پاکستان څه اغيز لرلی شي.

د پيښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګي مشر ډاکټر اعجاز خټک، په پيښور کې د دفاعي چارو کارپوه سعد محمد خان او په کابل کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدااغفور ليوال مو ميلمانه دي. عبدالحۍ کاکړ د بحث کوربه دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG