د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په پېښور کې پرون د مارچ په شپږمه نېټه امن تحریک د خپلې احتجاجي مظاهرې پر وخت له حکومته غوښتنه کړې چې پر دفاعې پاکستان کونسل دې بندیز ولګوي.

د امن تحریک مشرانو ویلي چې په دې کونسل کې داسې کسان ونډه لري چې لاسونه یې د لکونو پښتنو په وینو سره دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی چې میلمانه یې د جماعتی اسلامي خیبر پښتونخوا مشر سراج الحق، د دفاعي او سیاسي چارو کارپوه اسد منیر او د امن تحریک مشر ادریس کمال دی.

ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی>


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال پرویز مشرف
د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال پرویز مشرف

د پاکستان د سند های کورټ تيره اونۍ د پيپلز ګوند د پخوانۍ مشري بې نظير بهټو د وژلو د مقدمې د اوريدني پر وخت د هيواد د پخواني پوځي آمر جنرال مشرف ته عدالت ته د حاضريدو حکم ورکړی وو.

عدالت ويلي وو چې په دې اړه به د برتانيیا په اخبارونو کي نوټسونه هم خپروي. جنرال مشرف له تيرو څو کالو راهيسي په برتانيیا کي د جلاوطنۍ ژوند تيروي. په نوموړي د بې نظير بهټو په وژنه کي د لاس درلودلو تور دی خو جنرال مشرف له دې انکار کوي. اوس په پاکستان کي ميډيا يو ځل بيا د جنرال مشرف د نيولو موضوع بحثوي.

پوښتنه داده چې که داسي کيږي نو ددې به سياسي او قانوني پایلي څه وي. دا او ورسره نوري تړلي پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کي څيړل کيږي. قانون پوه قاضي انور ايډوکيټ او د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک د بحث ميلمانه دي. په پيل کي د بحث کوربه عبدالحی کاکړ له قاضي انور پوښتلي که چرته د جنرال مشرف د نيولو هڅه کيږي نو آيا دا به د پوځ يو پخواني مشر ته د لاس اچولو په حواله يوه لويه خبر وي او که نه. د هغه ځواب وو.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG