د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د امریکا متحده ایالات وايي دوی به د طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو ملاتړ کوي چې ورکې طالبانو ته په قطر کې د سیاسي د فتر د پرانیستلو خبره هم شامله ده. دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکتوريا نیو لینډ وايي که دا خبرې اترې افغان جنګ ته د پای ټکی ږدي نو دوی یې ملاتړ کوي.

دنیو لینډ څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلي چې افغان طالبانو اعلان وکړ چې دوی په قطر کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو او د امریکايي زندانونو نه د خپلو بندیانو د خوشې کیدو په اړه د یوې موافقې ابتدايي مرحلې ته رسیدلي دي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په يوه بيان کې ويلي، دا سم وخت دی چې له نړيوالي ټولني سره د خبرو اترو د پيلولو لپاره له هيواده دباندي يو دفتر ولري.

لويديځ او افغان چارواکې په افغانستان کې د يوې لسيزي جګړې د خبرو اترو له لاري د ختمولو د هڅو په برخه کې د طالبانو دفتر ته د يوه مهم پرمختګ په سترګه ګوري.

خو په افغانستان او پاکستان کي کارپوهان دې پرمختګ ته څنګه ګوري، هم دا د مشال تر رڼا لاندې بحث کي څيړو. په پيښور کي د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی او د سيمي په حالاتو نظر ساتونکی بريګيډيېر اسد منير او د امريکايې مجلې نيوز ويک خبريال سمیع يوسفزی مو ميلمانه دي.کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.
خبریالان نصرالله آپرېدی،جان الله هاشم زاده،سلطان منادي،صمد روحاني
خبریالان نصرالله آپرېدی،جان الله هاشم زاده،سلطان منادي،صمد روحاني
امريکا ميشت د خبريالانو دفاعي ډله ( کميټي ټو پروټکټ جرنلسټ( تيره اونۍ په خپل کلني رپورټ پاکستان او افغانستان د خبريا لانو لپاره خطرناکه هيوادونه ګر ځولي دي. د کميټۍ په وينا په نړۍ کې په روان کال کې دري څلويښت(۴۳) خبريالان وژل شوي چې په کې اوه له پاکستان سره تعلق لري.

د کميټۍ په وينا په تيرو پنځو کالو کې په پاکستان کې نهه ويشت (۲۹) خبريالان وژل شوي دي. په دې کې زياتره پښتانه او بلوڅان دي. د قبایلي سيمو زياتره خبريالان کورونو پريښودلو ته مجبوره شوي دي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دا چې دا وخت په قبایلي سيمو کې لږ خبريالان پاتې دي او هغه هم په ويره کې صحافت کوي ، هم ورته حالات په افغانستان په تيره بيا د پاکستان له پولې سره نږدي سيمو کې دي. نو پوښتنه دا راپورته کېږي چې آيا هلته د روانو حالاتو په اړه څومري رښتنۍ تصوير د نړۍ مخې ته راځي.دا او داسې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث موضوع دی.

په پيښور کې ميشت له جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی د بي بي سي خبريال دلاور خان وزير چې خپله هم کور پريښودلو ته اړ شوی، په جلال آباد کې د افغانستان د مشرقي ولايتونو د خبريالانو د اتحاديې مشر استاد لال باچا ازمون او په پيښور پوهنتون کې د جرنلزم استاد سيد عرفان اشرف مو میلمانه دي. عبدالحی کاکړ د بحث کوربه دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG