د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

ډرون الوتکې په وزیرستانونو کې د اورپکو پر وړاندې موثره وسله ګڼل کېږي
ډرون الوتکې په وزیرستانونو کې د اورپکو پر وړاندې موثره وسله ګڼل کېږي
په پاکستان کی امنیتي چارواکي وایي په شمالي وزیرستان کې د یو مشکوک ډرون الوتکې په یو برید کې لږ تر لږه درې اورپکي وژل شوي دي.

دغه برید د شمالي وزیرستان له مرکز میرام شاه سره نژدې د خرورې په سیمه کې د اورپکو پر یوه پټنځای شوی چې پکې د هغوی درې تنه په نښه شوي دي.

په سیمه کې له هغې وروسته دا د ډرون الوتکو لومړی برید دی، کله چې پروسږ کال د نومبر په ۲۶ مه نېټه پر ډیورنډ کرښه د مهمندو په سلللا سیمه کې پر یوې پاکستانۍ پوځي پوستې په امریکايي برید کې ۲۴ پاکستانی عسکر ووژل شو.ددغه حملې پر سر د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکي کړکېچن شولو او د پاکستان په غوښتنه امریکا په بلوچستان کې شمسي هوايي اډه خالي کړه چې ویل کېږي د اورپکو پر ضد د ډرون بریدونو لپاره کارول کېده.

د پاکستان او نړی مطبوعات وايې د واړه هيوادونه د پړدې شاته د اړيکو د بيا رغولو هڅي کوي، پوښتنه دا ده چې شاوخوا دوې میاشتي وروسته د ډرون د بريد کيد نه خو د پړدې شاته د روانو دغو خبرو اترو برخه نه ده. دا او نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندې بحث کي څيړو.

په پيښور کي خبريال شوکت خټک او هم په پيښور کي د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر ريټائرډ سعد محمد خان د بحث ميلمان او عبدالحی کاکړ يې کوربه دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
د امریکا متحده ایالات وايي دوی به د طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو ملاتړ کوي چې ورکې طالبانو ته په قطر کې د سیاسي د فتر د پرانیستلو خبره هم شامله ده. دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکتوريا نیو لینډ وايي که دا خبرې اترې افغان جنګ ته د پای ټکی ږدي نو دوی یې ملاتړ کوي.

دنیو لینډ څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلي چې افغان طالبانو اعلان وکړ چې دوی په قطر کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو او د امریکايي زندانونو نه د خپلو بندیانو د خوشې کیدو په اړه د یوې موافقې ابتدايي مرحلې ته رسیدلي دي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په يوه بيان کې ويلي، دا سم وخت دی چې له نړيوالي ټولني سره د خبرو اترو د پيلولو لپاره له هيواده دباندي يو دفتر ولري.

لويديځ او افغان چارواکې په افغانستان کې د يوې لسيزي جګړې د خبرو اترو له لاري د ختمولو د هڅو په برخه کې د طالبانو دفتر ته د يوه مهم پرمختګ په سترګه ګوري.

خو په افغانستان او پاکستان کي کارپوهان دې پرمختګ ته څنګه ګوري، هم دا د مشال تر رڼا لاندې بحث کي څيړو. په پيښور کي د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی او د سيمي په حالاتو نظر ساتونکی بريګيډيېر اسد منير او د امريکايې مجلې نيوز ويک خبريال سمیع يوسفزی مو ميلمانه دي.کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG