د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
امريکا د پاکستان له لوري په جرمني کې د افغانستان په اړه کېدونکې بون کانفرنس څخه د بائيکاټ پر فيصله افسو س څرګند کړی دی . د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي له شريکو ګټو څخه مخ اړول د هيچا په ګټه نه دي.

د فرانس خبري اژانس په وينا هيلري کلټن په جنوبي کوريا کې د يوه کانفرنس پر وخت وويل چې هيله منه ده کېدای شي داسي لاره وي چې د يو باثباته او پياوړي افغانستان په اړه په نړيوالو هڅو کې پاکستان څه ګټه ورسوي.


امريکا له پاکستانه پر خپله فيصله د بيرته غور کولو غوښتنه کړې ده. بل خوا د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ته تيلي فون کړی او ځيني غوښتني يې دي چې پر خپله فيصله دي غور وکړي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


پاکستان په بون کانفرنس کې د ګډون نه کولو اعلان له هغه وروسته کړی چې څو ورځي وړاندي په مومند ايجنسي کې يې د نيټو په بمبار کې شاوخوا ۲۴ عسکر ووژل شو.

پوښتنه داده چې د پاکستان دا فيصله څومره منطقي ده، دا به په بون کانفرنس څه اغيز وکړي او خپله دا فیصله په سيمه کې د پاکستان ګټو ته څومري تاوان رسولی شي دا ، او نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کې څيړو. په کابل کې د افغانستان د سياسي چارو کارپوه اسماعيل يون او په پيښور کې د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر سعد محمد خان مو ميلمانه دي.
په امريکا کي د پاکستان پخوانی سفير حسېن حقاني
په امريکا کي د پاکستان پخوانی سفير حسېن حقاني
په امريکا کي د پاکستان سفير حسېن حقاني له خپلې څوکۍ استعفا ورکړې ده. نوموړي دا اعلان د ټولنيزې وېب پاڼي ټويټر له لاري پرون ماښام وکړ او زياته يې کړه چي خپله استعفا يې د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ته وړاندي کړې ده. په دې اړه د پاکستاني وزیراعظم یوه ویاند ويلي چې له هغه څخه استعفا غوښتل شوې وه.

نوموړي دا استعفا د هغه لانجمن لیک وروسته ورکړې چې د اکتوبر پر لسمه نيټه د برتانيیا په یوه مشهوره ورځپاڼه کې د پاکستاني نژاده امريکايي لیکوال منصور اعجاز یوه لیکنه خپره شوه.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په خپله دې لیکنه کې منصور اعجاز ادعا کړې چې په واشنګټن کې د پاکستان سفير حسین حقاني د امريکا د ګډو ځواکونو د هغه وخت د عمومي مشر امير البحر مایک مولن په نوم د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري یولیک ورته سپارلی،چې پکې له نوموړي څخه د پوځ له لوري د اصف علي زرداري په ممکنه توګه له خپلې څوکۍ څخه د ليري کولو د مخي نيولو غوښتنه شوې وه.

خو په امريکا کې د پاکستان سفير حسین حقاني،پخپله زرداي،صدراعظم او نورو لوړپوړو سرکاري ( دولتي) چارواکو ددغسې یوه لیک لیږل په کلکه رد کړې. خو اوس چې حسین حقاني استعفی ورکړې او پر ځاي يې هم د پيپلز ګوند يوه بله مشره او د پاکستان د اطلاتو پخوانۍ وزيره شیرين رحمان په امريکا کې نوې سفيره ټاکل شوې نو آيا دا خبره پردې ځای ختمه شوه او که نه. آيا د حسين حقاني له تلو سره د پاکستان او امريکا اړيکي کومه بڼه اخستۍ شي او که نه هم دغسي عادي به وي لکه چې دي.

دا او ورته نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کې څيړو . په پيښور کې د سياسي چارو کارپوه خادم حسين او هم په پيښور کې د دفاعي چارو کارپوه بريګيډيئر ريټائرډ سعد محمد خان مو ميلمانه دي.
ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG