د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن او د پاکستان د بهرنو چارو وزیره حنا رباني کر د روان کال پر ۲۱ اکتوبر په اسلام آباد کې
د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن او د پاکستان د بهرنو چارو وزیره حنا رباني کر د روان کال پر ۲۱ اکتوبر په اسلام آباد کې


د نومبر پر ۲۶ مه د نيټو په هوايي بمبار کې د۲۴ پاکستانیو عسکرو د وژني وروسته د پاکستان او امريکا اړيکي اوس داسي مقام ته رسيدلي چي پاکستان د شاوخوا لس کالو ملګرتيا ته له سره کتنه کوي.

په اسلام آباد کي د پاکستان د سفيرانو دوه ورځنۍ غونډه کي سپارښتنه شوې چې پاکستان دې له نيټو او امريکا سره د سامان پر سپلايي او نورو اړوندو چارو له سره خبري اتري وکړي.

د پاکستان چارواکي وايې ددې هيواد او امريکا تر مینځ د ترهګری پر ضد جګړه کي ټولي ژمنې او تړونونه زباني وو چې اوس ليکنې بڼې ته اړتيا لري. د دواړو هيوادونو دا ډول اړيکو ځينې پوښتنې زيږوي . د نن د مشال تر رڼا لاندي بحث کې هم ددې پوښتنو ځواب لټوو. په پېښور کي خبريال اقبال خټک او هم په پيښور کي د پاکستان پخوانی ډپلوماټ آياز وزير مو د بحث ميلمانه دي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
امريکا د پاکستان له لوري په جرمني کې د افغانستان په اړه کېدونکې بون کانفرنس څخه د بائيکاټ پر فيصله افسو س څرګند کړی دی . د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي له شريکو ګټو څخه مخ اړول د هيچا په ګټه نه دي.

د فرانس خبري اژانس په وينا هيلري کلټن په جنوبي کوريا کې د يوه کانفرنس پر وخت وويل چې هيله منه ده کېدای شي داسي لاره وي چې د يو باثباته او پياوړي افغانستان په اړه په نړيوالو هڅو کې پاکستان څه ګټه ورسوي.


امريکا له پاکستانه پر خپله فيصله د بيرته غور کولو غوښتنه کړې ده. بل خوا د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ته تيلي فون کړی او ځيني غوښتني يې دي چې پر خپله فيصله دي غور وکړي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


پاکستان په بون کانفرنس کې د ګډون نه کولو اعلان له هغه وروسته کړی چې څو ورځي وړاندي په مومند ايجنسي کې يې د نيټو په بمبار کې شاوخوا ۲۴ عسکر ووژل شو.

پوښتنه داده چې د پاکستان دا فيصله څومره منطقي ده، دا به په بون کانفرنس څه اغيز وکړي او خپله دا فیصله په سيمه کې د پاکستان ګټو ته څومري تاوان رسولی شي دا ، او نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کې څيړو. په کابل کې د افغانستان د سياسي چارو کارپوه اسماعيل يون او په پيښور کې د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر سعد محمد خان مو ميلمانه دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG