د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د امریکا د ګډو خواکونو مشر ایډمیرل مایک مولن او د پاکستان پوځي مشر اشفاق کیاني
د امریکا د ګډو خواکونو مشر ایډمیرل مایک مولن او د پاکستان پوځي مشر اشفاق کیاني
د پاکستان او امريکا ترمينځ د حقاني شبکې سره د آی ايس آی د لاس درلودلو د تورونو وروسته د کارپوهانو په نظر پاکستان له دې فشار د راوتو هڅی کوي.

که څه هم د پاکستان د پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني په بيان جاري کولو سره دا تورونه رد کړي دي خو د پاکستان سياسی قيادت هم د ټولو سياسی ګوندونو د يو لوی کانفرنس د رابللو له لاري خپل رول لوبول غواړي.

دا کانفرنس د وزيراعظم يوسف رضا ګیلانی له لوري را بلل شوی دی،... چي سبا به په اسلام آباد کي کيږي.

پوښتنه داده چي د کانفرنس ايجنډا څه ده، آيا سیاسی ګوندونو د امريکا او پاکستان د اوسنيو اړيکو په اړه يو نظر لرلی شي او داچي کانفرنس خپل ټاکل شوی هدف ترلاس کولی شی که څنګه.

دا پوښتني د نن د مشال تر رڼا لاندي بحث کي څيړو چې ميلمانه یې د واکمن پيپلز ګوند د قامي اسمبلی غړۍ انجينئر طارق خټک، د عوامی نيشنل ګوند د قامي اسمبلی غړې بشرا ګوهر او د سياسی چارو څيړونکی ايمل خټک.ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.

د امریکا پاکستان اړیکې او ټول ګوندیز کنفرانس
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
د افغانستان په پلازمينه کابل کې تيره اونۍ د طالبانو له لوري د امريکا پر سفارت د بريد وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې يو ځل بيا په داسې حال کې نورې خرابې شوېدي چې امريکا له پاکستان د حقاني شبکې پر ضد د پريکنده عملياتو غوښتنه تکرار کړېده.


د واشنګټن پوسټ تازه رپورټ د امريکايي چارواکو حواله ورکوي چی د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا له خولې ډير په ښکاره وايي، پاکستان بايد اوس پوه شي چی د ترهګرو پر ضد کاروايانو کې ورسره نور د خوښی لار پاته شوې نه ده.


ددې ترڅنګ د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې يوې دستورې ته د وينا پر وخت د سي آی اې مشر ډېوډ پېټرياس ويلي چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ايس آی له مودي راهيسې د جګړه مارو ډلو له لارې خپل سياست ته دوام ورکړی خو اوس به په سټراټيجيکه توګه له دې جنګي ډلو څخه ځان ليري کوي.


دامريکايي چارواکو تندې خبرې په افغانستان کې د سولي د عالي شوری د مشر برهان الدين رباني تر وژني له مخه کړي دي.


که دې ټولو پر مختګونو ته و کتل شي نو داسې بریښي چې د ترهګری ضد جګړې او د افغانستان حالات د سيمې په تيره بيا د پاکستان او امريکا د اړيکو تصوير بدل کړی دی.

د مشال تر رڼا لاندي بحث کې هم دغه نوې منظر نامه له کارپوهان سره څيړو. د قبایلي سیمو د چارو کارپوه بريګيډيیر ريټایرډ اسد منير، د پاکستان پخوانی ډپلوماټ آياز وزير او د افغانستان د چارو کارپوه آياز خان د بحث ميلمانه دي. کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.

د کابل بریدونو وروسته د امریکا پاکستان تعلقات
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG