ادم خان او درخانۍ په اصل کې څوک وو؟ او په دې داستان کې رښتیا څومره دي؟
فضل الرحیم بیا وايي، کورونا مې ټېسټ مثبت راغلي نو ورور ته مې ويل، ويره مه کوئ، د هر څه علاج شته، احتياط مې وکړ دا دی روغ رمټ یم
د شبقدر یاسر خان چې يوه ورځ ماسک تړلی جمات ته ورغلی وو نو پرځای د دې چې و ستايل شي برعکس د ماسک ليرې کولو ته اړ شو.
د پښتو ډرامو هنرمند او د صوبې د هنرمندانو د یو سازمان د هنر وارثان مشرارشد حسېن مشال راډیو ته وویل ګڼو هنرمندانو سره د روژې او اختر لپاره پېسې نه وې، او له حکومته یې د دوی سره د مرستو غوښتنه کړې وه خو ونه منل شوه
محمد وسیم د مختصر دورانیې په خپل فلم کې په خیبر پښتونخوا کې ښځو ته په جاییداد کې د برخې (وراثت) نه ورکولو موضوع راخېستې ده او د دغې لپاره یې یوه داسې کورنۍ لټولې، چې په ريښتیا د دغه ستونزې سره مخامخ ده. په دغه مقابله کې دوه سوه فلمونه راغلي وو.
دېرېلېش ارتغرل نن سبا د اردو ډبنګ سره په قامي ټیلیوېژن چېنل ښودل کیږي.خو د پاکستان ځینو هنرمندانو او لیکوالانو په قامي ټیلیوېژن چېنلو د بهرني مواد پر ښودلو تنقید کړی دې.
حسیبې یو داسې روڼ فکر له ځان سره یو وړ چې خپل کړېدلی ولس یې د تل لپاره له دې شعوري رڼا بې برخې کړ. روح دې ښاد وي.
د کورونا وايرس ضد دارو ريميډيسېور به څومره موثره وي، د دې جوړول به څومره موده اخلي، ايا دا دارو مخکې هم کارول شوي؟
د پاکستان په پښتني سيمو کې یو شمېر سیاسي څهرې د کویډ ۱۹ وایرس ښکار شو دي خو پوښتنه دا ده چې سياسي مشران او ګوندونه د کورونا وبا د مخنيوي لپاره څه کوي؟ احمد شاه اعظمي يې په اړه راپور لري.
محمد شهزاد وایي د دغه غونډې د جوړولو مقصد یې دا وو چې په ټولنه کې د مکالمې کلتور بیا ژوندی کړي، په ټولنه کې د زغم زیاتولو لپاره کار وکړي او په ځوانانو کې دا پېغام خپور کړي چې د یو بل سره د اختلاف لرلو باوجود هم ژوند کېدای شي.
يونېسکو وايي، باور لري چې هنرمندان تر بل هر چا ډېر توان لري چې د کورونا وايرس په موجوده وبايي حالت کې خلکو ته حوصله او هيله بښونکي پيغامونو ورکړي. خو پښتانه هنرمندان وايي، د کورونا وایرس وبا یې ستونزې تر پخوا لا ډېرې کړې او له سرکاره یې مرسته غوښتې. هارون باچا رپورټ راکوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته