يونېسکو وايي، باور لري چې هنرمندان تر بل هر چا ډېر توان لري چې د کورونا وايرس په موجوده وبايي حالت کې خلکو ته حوصله او هيله بښونکي پيغامونو ورکړي. خو پښتانه هنرمندان وايي، د کورونا وایرس وبا یې ستونزې تر پخوا لا ډېرې کړې او له سرکاره یې مرسته غوښتې. هارون باچا رپورټ راکوي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی منير اورکزی وايي د کورونا ناروغۍ له کبله له ډېرو سختو تېر شو. نوموړی زیاتوي، په پېښور کې ژوند کوي او هم هلته یې د کورونۍ ۲۹ غړي يوازې د يو هغه تن له وجې په دغه مرض اخته شول کوم چې به د دوی لپاره له بازاره سودا راوړه. اسرار عالم مومند ورسره خبرې کړې
هغه د وچو میوو ګرځنده هټۍ لرله او خلکو به ترې په ټیلیفون فرمایشونه کول او ده به هم په خپل ګاډي کې ورته وچه مېوه رسوله.
په سوات کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې ادارې (اوېکنیګ/پوهاوی) یو مشر شمشېر علي خان وایي یوازې په سوات کې د تېر مارچ او اپرېل په میاشتو د پت په نوم شپږ ښځې وژل شوي دي.
څېړنيز مرکز وايي، شمالي وزيرستان چې پکې په تېره مياشت کې د هېواد د نورو برخو پرتله تر ټولو زياتې د تشدد پېښې رامنځته شوي، هلته داسې ښکاري چې وسله وال د ځېنو سيمو بېرته نيولو هڅه کوي.
په کوټه ښار کې د پښتورګو يا بډوکو متخصص او د پښتو ژبې ليکوال پروفېسر ډاکټر لياقت تابان څه موده وړاندې د کوويډ ۱۹ په نوم په نوي کورونا وايرس اخته شو.
د پښتونخوا د نورو کلیوالو او غرنیو سیمو په څېر د کوز دیر تالاش دره هم د فطرت په رنګونو ښایسته او ګلورینه ده خو د ژوند له ډیرو اسانتیاو اوس هم بې برخې ده
د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ ښځینه غړې وایي دا وخت په ټوله صوبه کې یو بیړنی حالت دې،خو حکومتي غړي په اسمبلۍ کې د مخالفو سیاسي ګوندونو غړو ته د موجوده وبایي صورتحال په اړه پوره مالومات نه ورکوي.
د رشي کپور پلار راج کپور د هندي فلمي صنعت یو لوی نوم دی . هغه په پېښور کې زیږیدلی وو، او اوس یې هم په پېښور کې د کپور حویلي په نوم کور شته. د رشي کپور کورنۍ له پېښوره هند ته کډه شوي وه.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر خیګړې ادارې یونیسیف خبرداری ورکړی چې په جنوبي اسیا کې د کورونا وبا له امله ماشومانو ته د ناروغیو خلاف د واکیسنو پر کمپاین بد اثر پریوتی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته