په پاکستان کې د کورونا وبا مخنیوي لپاره د حکومت لخوا د اعلان شویو ګامونو له مخې په هیواد کې بازارونه او سکولونه تړلي پراته دي او خلک تر کورونو محدود شوي دي. د لاک ډاون له امله ډېرۍ هغه کسان متاثره شوي دي چې د هرې ورځې په بنیاد کار کوي. په خیبر پښتونخوا کې ځینو ځوانانو د هغو بې وزله کسانو د مرستې
کورونا وايرس پخپله د دغو ډاګټرانو ژوند څومره اغېزمن کړی دی.؟ په دې اړه د مشال راډيو ځانګړی بحث واورئ.
د چین هیواد له ووهان ښار څخه پیل شوي کورونا وایرس تر اوسه د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې خپور شوی دی خو یو شمېر هیوادونه یې ډېر ځپلي دي.
د ننګرهار ولايت د تورخم ښاروال، انجیر راحت ګل زيارمل وايي د اپرېل له شپږمې څخه له پاکستانه ورتلونکو ۳۰۰۰ افغانانو لپاره يې قرنطين انتظام په بشپړېدو دی. ده مشال راډيو ته وويل چې د کورونا وایرس مخنيوي لپاره به هر کس خامخا تر دوو هفتو پورې په قرنطين کې پاتې کېږي. د انجنیر زیارمل سره بشير ګواښ مرکه کړې
خو ډاکټران وايي چې تراوسه پورې ليدل شوي چې يو څوک پیاوړي قوت مدافعت ولري د هغه وجود د ايرس په ښه توګه مقابله کولای شي.
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې حکومتونو پر ولس غږ کړی چې پر کورونو کښېني. احمد شاه اعظمي په کوټه کې د نفسيات او روحي ناروغيو له متخصص پروفېسر ډاکټر غلام رسول سره په همدې اړه خبرې کړي او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د قرنطين يا پر کور د ناستې پر مهال انسان څه احساسوي او هغه ته څه کول په کار وي؟
د مشال راډيو په دې بحث کې جاج اخيستل شوی چې د دفتر کار پر کور کولو ګټې او تاوانونه څه دي او پر کور د دفتر کار کولو پر مهال کومې خبرې په پام کې نيول پکار دي.؟
د پاکستان په سرحدي ښارګوټي تفتان کې چارواکو له ايرانه راستنېدونکيو زيارت کوونکو او کاروباريانو لپاره د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر قرنطين مرکز جوړ کړی. فدا محمد د کاروبار لپاره ايران ته تللی و خو هلته د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته چې پاکستان ته راستون شو نو چارواکو په تفتان کېمپ کې قرينطين کړ.
د کورنا وايرس خپرېدو د مخنيوي په لړ کې په نړيواله کچه د حکومتي ګامونو په نتيجه کې ګڼ شمېر خلک پر کورونو ناست دي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي د کورونا وایرس د خورېدو مخنيوي لپاره د تورخم لار لا هم له دواړو خواوو بنده ده. د والي مياخېل سره زموږ همکار، بشير ګواښ مرکه کړې او په سر کې يې ترې د هغه فنډ په اړه پوښتنه کړې چې د غریبو کورنيوو سره د مرستې لپاره یې جوړ کړی دی.
د صحت نړيوالې ادارې کورونا وايرس وبا ګرځولی چې په ټوله نړۍ کې یې له وجې تراوسه له ۲۳ زره زيات کسان مړه شوي دي. دتر دې مخکې هم په نړۍ کې داسي ناروغۍ په وبايي صورت کې مخې ته راغلې وې چې په لویه کچه ترې خلک اغېزمن شوي ول. د هغو ناروغيو د تاريخ په اړه زموږ همکار ګل اياز ځانګړې خپرونه جوړه کړې ده.
په نړۍ کې له کورونا وايرسه تر ټولو زيات کسان په ايټاليه کې مړه شوي دي. په دغه هېواد کې يوشمېر پښتانه هم مېشت دي چې وايي دا مهال د خپلې روغتيا له پلوه اندېښمن او په سخت وضعيت کې دي. زموږ همکار هارون باچا د اېټاليې په ميلان ښار او شاوخوا کې له مېشتو پښتنو سره خبرې کړې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته