د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر خیګړې ادارې یونیسیف خبرداری ورکړی چې په جنوبي اسیا کې د کورونا وبا له امله ماشومانو ته د ناروغیو خلاف د واکیسنو پر کمپاین بد اثر پریوتی دی.
نعمت شاه روغانی وایي په تېرو دوو میاشتو کې بارانونو او په ځینو سیمو کې ږلۍ اورېدو ولاړ فصلونه وهلي دي، چې پکې غنم هم شامل دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وایي په صوبه کې د کورونا وایرس کېسونو مخنیوي لپاره ګامونه پورته کوي.
د روغتیا او غذاییت ماهرین وايي، د کورونا وایرس په وبايي حالاتو کې ضروري ده چې انسان خپل مدافعتي نظام ته پام وکړي او د هغې د قويکولو کوشش وکړي. هم دا پوښتنه مو په برتانیا کې میشت د غذاییت له ماهرې یا نیوټرشنسټ فریحه جې نه کړی ده چې مدافعتي نظام یا ایمنیوټيسسټم څرنګه قوي کیدای شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره "یو این ایچ سي" وايي، د نړۍ هیوادونه باید په ځانګړې توګه په اوسنیو حالاتو کې د خپلو وګړو او هلته مېشتو کډوالو فرق ونه کړي. د یادې ادارې په وینا، دوی په ځانګړې توګه له هغو هیوادونو سره مرستې کوي چې کډوال پکې مېشت دي او غریب دي. دا څرګندونې د یادې ادارې ویاند بابر بلوڅ
له ژوند او فطرت سره د مینې دا مزل اوس هم دوام لري چې اظهار يې د دې وطن په موسیقۍ، ادب او هنر کې کېږي.
پښتون ملتپالی سیاستوال او د پاکستان سېنېټ مخکیني غړي، افراسیاب خټک نن ، د اپرېل په ۲۱مه، پر ټوېټر د افغانستان د وضعیت په اړه لیکلي: 'اوس چې دامریکا او طالبانو تر مینځ معاهده شوې ده او د بین الافغانی خبرو اترو لپاره پلاوي ټاکل شوي دي، نور یوه لحظه هم د جګړې جواز نشته.'
پښتونخوا ملي عوامي ګونداو د شمالي وزیرستان ځینو مدني فعالانو او ځايي مشرانود اپرېل په ۱۶مه نېټه د پښتنو ازادۍ سالار مرزا علي خان وزیر چې په فقیر اې پي مشهور وو، د ۶۰م تلینلمانځولو لپاره یې انتظامات برابر کړي وو خو د شمالي وزیرستان نه د صوبايي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر د زیارت په ماښام مشال راډیو سره
زه د سیند په غاړه ولاړ د چارلس بريج دغه تمدن په ويجاړېدو وينم، پل له سره تر پايه شاړ پروت دی.
پروفېسر ډاکټر فخرالاسلام هر سهار خپلې دواړه لوڼه روغتونو ته وړي چې هغوی هلته د ناروغانو علاج وکړای شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته