خو ډاکټران وايي چې تراوسه پورې ليدل شوي چې يو څوک پیاوړي قوت مدافعت ولري د هغه وجود د ايرس په ښه توګه مقابله کولای شي.
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې حکومتونو پر ولس غږ کړی چې پر کورونو کښېني. احمد شاه اعظمي په کوټه کې د نفسيات او روحي ناروغيو له متخصص پروفېسر ډاکټر غلام رسول سره په همدې اړه خبرې کړي او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د قرنطين يا پر کور د ناستې پر مهال انسان څه احساسوي او هغه ته څه کول په کار وي؟
د مشال راډيو په دې بحث کې جاج اخيستل شوی چې د دفتر کار پر کور کولو ګټې او تاوانونه څه دي او پر کور د دفتر کار کولو پر مهال کومې خبرې په پام کې نيول پکار دي.؟
د پاکستان په سرحدي ښارګوټي تفتان کې چارواکو له ايرانه راستنېدونکيو زيارت کوونکو او کاروباريانو لپاره د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر قرنطين مرکز جوړ کړی. فدا محمد د کاروبار لپاره ايران ته تللی و خو هلته د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته چې پاکستان ته راستون شو نو چارواکو په تفتان کېمپ کې قرينطين کړ.
د کورنا وايرس خپرېدو د مخنيوي په لړ کې په نړيواله کچه د حکومتي ګامونو په نتيجه کې ګڼ شمېر خلک پر کورونو ناست دي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي د کورونا وایرس د خورېدو مخنيوي لپاره د تورخم لار لا هم له دواړو خواوو بنده ده. د والي مياخېل سره زموږ همکار، بشير ګواښ مرکه کړې او په سر کې يې ترې د هغه فنډ په اړه پوښتنه کړې چې د غریبو کورنيوو سره د مرستې لپاره یې جوړ کړی دی.
د صحت نړيوالې ادارې کورونا وايرس وبا ګرځولی چې په ټوله نړۍ کې یې له وجې تراوسه له ۲۳ زره زيات کسان مړه شوي دي. دتر دې مخکې هم په نړۍ کې داسي ناروغۍ په وبايي صورت کې مخې ته راغلې وې چې په لویه کچه ترې خلک اغېزمن شوي ول. د هغو ناروغيو د تاريخ په اړه زموږ همکار ګل اياز ځانګړې خپرونه جوړه کړې ده.
په نړۍ کې له کورونا وايرسه تر ټولو زيات کسان په ايټاليه کې مړه شوي دي. په دغه هېواد کې يوشمېر پښتانه هم مېشت دي چې وايي دا مهال د خپلې روغتيا له پلوه اندېښمن او په سخت وضعيت کې دي. زموږ همکار هارون باچا د اېټاليې په ميلان ښار او شاوخوا کې له مېشتو پښتنو سره خبرې کړې دي.
د جمعيت علمای اسلام مشر،مولانا فضل الرحمن په دې مرکه کې د قبایلي سيمو په حیثیت، په افغانستان کې پر امنیت، د عمران خان پر حکومت او د کورونا وایری مخنيوي لپاره په روانو اقداماتو غږېدلی دی. نوموړي سره دا مرکه،منور شاه کړې ده.
په ۱۹۹۷م کال کې یوناکال حتی لوړپوړي طالب غړي د امریکا ټکساس ایالت ته بوتلل او ورسره د یوه توافق هڅه وکړه.
د مارچ ۲۱مه نېټه د شاعرۍ نړيواله ورځ وه. ددې ورځ لمانځلو هدف د شاعرۍ له لارې د ژبني تنوع او ځانګړتياوو او له نابودۍ سره د مخامخ ژبو په ژغورلو کې مرسته کول دي. ددې ورځ په مناسبت مشال راډيو پښتو شاعرانو رازق فهیم، افسر افغان او نورا احساس سره يو بحث جوړ کړی دی.
د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز وايي د کوروناوایرس له وجې په روان بحراني حالت کې بايد خلک د يو بل ترمنځ فاصله وساتي. د مشال راډيو ګل ایاز سره په مرکه کې نوموړي ويل چې ټولنیزې یا سماجي فاصلې ساتل غير شرعي نه دي. نوره مرکه دلته اورو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته