د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان
د خېبرپښتونخوا حکومت د کرمې ضلعې په پاړه چنار کې د مېډيکل کالج جوړولو اعلان کړی خو د باجوړ زده کونکي وايي دا مېډیکل کالج د دوی د سیمې لپاره منظور شوی وو او اوس يې پاړه چنار ته ومنتقل کړو د کومې پر ضد چې به دوی په احتجاج لاس پورې کوي. سراج ظهیر یې رپورټوي
ټرمپ پوهېږي چې خان او په حقیقت کې پاکستانی پوځ او استخباراتي ادارې یو بل ته نېږدې خلک دي او دا هم حقیقت دی چې د طالبانو په جوړولو کې دوی مهم رول درلود
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکارۍ کړې خبرې څومره عملي شوې؟
د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې د شنبې پر ورځ د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د۱۶ څوکيو لپاره رايي اچول کيږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزات په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وزیر اعظم به له ولسمشر ټرمپ سره د سیمې پر امنیت، په ځانګړی توګه افغانستان کې د سیاسي
په پېښور کې د سياسي چارو پوه رحيم الله يوسفزی وايي چې د حافظ سعيد نيول کيدل امریکا ته د پاکستاني وزيراعظم عمران خان له سفر سره تړاو لري.
خبریال امتیاز عالم پاکستان نړۍ ته دا پیغام ورکړ چې منتخب غړي او د بشري حقونو فعالان نیول کېږي او د ترهګرۍ او مالي درغلیو په مقدمو کې ښکېل حافظ سعید ته ضمانت ورکول کېږي.
طاهر حسین ایډوکېټ وايي: '' تر څو چې عدالت یوڅوک مجرم نه وي ګرځولی هغه خبره کولی شي، بله دا چې که عدالت يې مجرم هم وګرځوي نو بیا هم د سپریم کورټه تر اپیله حق لري.''
د خېبر پښتونخوا د سوداګرانو مرکزي اتحادیې اعلان کړی چې د روانې میاشتې په ۱۳ مه به د حکومت لخوا لګول شویو نویو ټېکسونو او مالي قوانینو خلاف مکمل هړتال کوي. دا خبره د دې اتحادیې مشر ملک میر الهي (الاهي) بېګا د ماښام د مشال رېډیو همکار غلام غوث ته کړې.
له پاکستانه خپرېدونکې فرایډې ټایمز مجلې د سیاستوال فرحت الله بابر لیکنه خپره کړې چې پکې نوموړي په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د ۱۶ څوکیو انتخاباتو پرمهال د پوځي عسکرو ګومارنه ناسمه کړنه بللې ده. د بابر په اند، د پاکستان انتخاباتو کمېشن پر دې موضوع له سیاسي ګوندونو سره مشوره نه ده کړې.
د پيښور های کورټ دوه کسيزه بينج له وفاقي او صوبايي لويو څارنوالانو په قبايلي ضلعو کې د حراستي مرکزونو او پوځي عدالتونو څه حثيت دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته