د جماعت اسلامي مشر سېنېټر سیراج الحق د پوځي ویاند له خوا د سیاسي چارو په اړه په څرګندونو نیوکې کړي دي او ویلي يي دي چې ټول کارونه پوځ کوي نو بیا د حکومت هېڅ حیثیت هم نه پاتې کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مبارز ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ ویلي، ورور يې ځکه ووژل شو چې د خپل او سیمې د ولسونو د حقونو غوښتنه يې کوله.
د خیبر پښتونخوا په جنوبي برخو لکي مروت، ټانک، بنو، ډېره اسماعیل خان او جنوبي وزیرستان کې وروستیو وروښتونو چې ږلۍ او توپان ورسره مل وو په لوی شمېر کروندې او باغونه زیانمن کړي دي. سېلاب مسود راپور پرې لري.
په فاټا سیکرترېټ کي سرکاري ملازمینو او د فاټا سیکریټرېټ پراجیکټ ملازمینو د ګل په ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په احتجاجی لاریون کې د خپلو نوکریو د پخولو (مستقلولو) غوښتنه کړې. له پېښوره د غلام غوث راپور
د کورمې په خرلاڅو کې تجارانو ويلي چې په دغه سيمه کې افغانستان ته د اوښتونکو سوداګريزو ګاډو لپاره جوړ شوي ټرمينل کې د سختې تلاشۍ او ورو کار له وجې یې تجارت خراب شوی دی. دلته نن يوه سوداګر دين خالق مشال راډيو ته وويل چې حکومت ترې د کسټم په ترڅ کې ډېرې پیسې اخلي او په سختۍ سره د دوی ګاډي افغانستان ته و
د پاکستان مذهبي چارو وفاقي وزیر نورالحق قادري وايي، اسلام او د ملک ایین د لږکیو پر مذهبي ازادۍ او د هغوی پر تحفظ پوره باور لري او د اسلام دین هېچا ته اجازه نه ورکوي چې یوڅوک په زور له مذهبه واړول شي. دا خبرې نوموړي د مشال راډيو له همکار شبیر جان سره په پېښور کې کولې.
د لورلايي پولیس وايي څلورو وسله والو خپلځانونه الوځولي
د مشال خان په وژنه ککړ دوه کسان په عمري بند سزا
د پښتو ژبې د یوه وتلي شاعر، فلسفي او سیاستوال خان عبدالغني خان ۲۳م تلین لمانځل کېږي. غني خان د فلسفې او هنر په میدان کې د پښتو ادب د شلمې پیړۍ یو لوی شخصیت ګڼل کېږي چې فني اثار يې په اردو او انګریزۍ کې هم ژباړل شوي دي. د غني خان د ژوند او کار په اړه د شاهین بونیري راپور اورو، چې د غني خان په غږ پیل
لکه څنګه چې تاسو واورېدل چې دغه حمله د پاکستان د بلاکوټ تحصيل په جبهه سيمه شوی دی. دا څنګه سيمه ده او د حملې په اړه ځايي خلکو څه ليدلي؟ عبدالحي کاکړ په بټګرام کې د ډیوه راډیو خبريال چې پخپله هم څو ځله جبې سيمې ته تللی، مرکه کړې او په سر کې يې د بالاکوټ او جبې سيمې د موقعيت اړه پوښتنه کړې ده؟
سارتر وايي، پردۍ ژبه تاسو په تنهايي کې هم ازاد سوچ کولو ته نه پرېږدي، او تل به ستا د څرګندتیا/اظهار پر وړاندې خنډ جوړېږي.
د تعلیم او اګاهۍ ادارې، نورو ادارو او مدنې ټولنې یوه نظرپوښتنه ښيي چې په پاکستان کې په ۲۰۱۸م کال کې په تعليمي صورتحال کې ښه والی راغلی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته