غازي سیال تر پنځلسو پورې کتابونه چاپ شوي دي او یوشمېر یې ناچاپه هم دي. په چاپ شویو کتابونو کښې یې د یاد وړ دا دي
د عدالتي مهالوېش له مخې دا پرېکړه به د نومبر پر ۲۸مه نېته د اسلام اباد يوه ځانګړي عدالت اعلانوله. عدالت دغه پريکړه د وفاقي حکومت په درخواست کړې ده.
د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د نومبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې تر ګڼ ګوندیزه غونډه وروسته وویل ، دوي پر دې خبره ولاړ دي چې حکومت به استعغی ورکوي.
په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند غړې شګفته ملک وايي په ښځو اکثره په کورونو کې تشدد کېږي چې مخنیوی یې ډېر ګران کار دی خو دوی ناامیده نه دي
د پاکستان حکومت په هېواد کې د ګوزڼ مخنيوي لپاره يو مشوراتي بورډ ګومارلی دی چې د دغه ناروغۍ په باب د مذهبي ډلو ټپلو اندېښنې ختمې کړي او هغوی همکارۍ ته رابولي. په پاکستان کې سږ کال ګوزڼ نېږدې ۹۲ ماشومان وهلي چې ډېری یې د خیبر پښتونخوا دي. مجيد بابر یې په اړه راپور لري
د ګوزڼ مخنیوي نړیوال بهیر څارنې څانګي په یو تازه راپور کې په پاکستان کې د ګوزڼ پر خورېدو اندېښنه ښودلې ده. دوی سږنی کال د ګوزڼ ناروغۍ په اړه یو خطرناک هغه ګرځولی چې پکې ۸۶ کېسونه راجسټر شوي او په هغو کې ډېری ماشومان د خیبر پښتونخوا دي. له پېښوره د غلام غوث راپور
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکي ادريس خټک ورور اوېس خټک وايي د جمعې پر ورځ به په پېښور های کورټ کې د هغو ادارو خلاف کېس جمع کوي چې د ده ورور يې تښتولی دی او غوښتنه به ورته کوي چې ورور يې عدالت ته حاضر کړي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د مارغانو او نورو ځنګلي ژویو د ښکار په اړه یو قانون جوړ کړی دی چې له مخې یې ځینې خلک جرمانه شوې هم دي. خو کارپوهان وايي چې حکومت دا قانون په سمه توګه نه عملي کوي او اوس هم په اکثرو سیمو کې خلک نایابه مرغۍ او نور ځناور نیسي او خرڅوي. انیسه اجمل پرې راپور لري
د شمالي وزيرستان ميرامشاه بازار دکاندارانو له سرکاري پلاوي سره تر خبرو وروسته په دې ډاډ خپل احتجاج پای ته ورساوه چې چې په پوځي عملياتو کې د څه نا څه اووه زرو وران کړيو دوکانونو مالکانو ته به اووه اربه روپۍ معاوضه ورکول کېږي. د عمر وزیر راپور
مولانا فضل الرحمان هر ماښام پرلتوالو ته وينا کوي او پر ذکر شوو څلورو بنيادي غوښتنو سربېره پر ځېنو نورو موضوعاتو هم بحث کوي.
ځينې سياستوالان د پنجاب صوبې د خلکو د دهوکه کولو او خپل ووټ زياتولو لپاره دا قسمه خبرې کوي خو اوس خلک پوهه شوي او دا قسمه خبرې ډېر اثر نلري. توصیف احمد
د بلوچستان مرکز کوټه کې نېږدې دوه نیمې میاشتې وړاندې د پيسو لپاره د یوه سوداګر تښتول زوی برمته ګرو وژلی دی. د دې پېښې پرضد یې خپلوان او سوداګرو پر احتجاج دي او له سرکار د تورنو کسانو د نیولو غوښتنه کوي. نور له کوټې د ابوب ترین په راپور کې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته