د ګوزڼ مخنیوي نړیوال بهیر څارنې څانګي په یو تازه راپور کې په پاکستان کې د ګوزڼ پر خورېدو اندېښنه ښودلې ده. دوی سږنی کال د ګوزڼ ناروغۍ په اړه یو خطرناک هغه ګرځولی چې پکې ۸۶ کېسونه راجسټر شوي او په هغو کې ډېری ماشومان د خیبر پښتونخوا دي. له پېښوره د غلام غوث راپور
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکي ادريس خټک ورور اوېس خټک وايي د جمعې پر ورځ به په پېښور های کورټ کې د هغو ادارو خلاف کېس جمع کوي چې د ده ورور يې تښتولی دی او غوښتنه به ورته کوي چې ورور يې عدالت ته حاضر کړي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د مارغانو او نورو ځنګلي ژویو د ښکار په اړه یو قانون جوړ کړی دی چې له مخې یې ځینې خلک جرمانه شوې هم دي. خو کارپوهان وايي چې حکومت دا قانون په سمه توګه نه عملي کوي او اوس هم په اکثرو سیمو کې خلک نایابه مرغۍ او نور ځناور نیسي او خرڅوي. انیسه اجمل پرې راپور لري
د شمالي وزيرستان ميرامشاه بازار دکاندارانو له سرکاري پلاوي سره تر خبرو وروسته په دې ډاډ خپل احتجاج پای ته ورساوه چې چې په پوځي عملياتو کې د څه نا څه اووه زرو وران کړيو دوکانونو مالکانو ته به اووه اربه روپۍ معاوضه ورکول کېږي. د عمر وزیر راپور
مولانا فضل الرحمان هر ماښام پرلتوالو ته وينا کوي او پر ذکر شوو څلورو بنيادي غوښتنو سربېره پر ځېنو نورو موضوعاتو هم بحث کوي.
ځينې سياستوالان د پنجاب صوبې د خلکو د دهوکه کولو او خپل ووټ زياتولو لپاره دا قسمه خبرې کوي خو اوس خلک پوهه شوي او دا قسمه خبرې ډېر اثر نلري. توصیف احمد
د بلوچستان مرکز کوټه کې نېږدې دوه نیمې میاشتې وړاندې د پيسو لپاره د یوه سوداګر تښتول زوی برمته ګرو وژلی دی. د دې پېښې پرضد یې خپلوان او سوداګرو پر احتجاج دي او له سرکار د تورنو کسانو د نیولو غوښتنه کوي. نور له کوټې د ابوب ترین په راپور کې.
د روانې نومبر مياشت له لومړۍ تر درېمې نېټې د خيبر پښتونخوا په باړه ګلۍ کې د سيمې هنرمندانو لپاره درې ورځنۍ روزنیزه غونډه جوړه شوې وه. هنرمندانو ته وښودل شول چې څنګه د ټولنيزې ميډيا له لارې په کواټ پوهنتون کې د ژورنالېزم استاد پروېز خان ه
د پاکستان او افغانستان د کسټم چارواکي راتلونکې میاشت دواړه خواوې سره غونډه لري چې پکې به د ټرانسپورټرانو د ستونزو تر څنګ له سوداګرۍ سره پر تړلو
مفتي سلطان محمد په ۱۹۸۱ز کې د باجوړ په بدان کلي کې د حاجي نازبین خان کره پیدا شوی و. هغه لومړنی زده کړې په خپل کلي او لوړې زده کړې یې په حقانیه مدرسه کې کړې وې.
د "پوهه فاونډېشن" بنسټښود ایاز مندوخېل جرنېل وو، هم ښه مسلمان وو او هم ښه منصف باچا وو. ښاغلي ایاز وویل احمد شاه بابا 272 کاله مخکې په افغانستان کې جمهوري نظام جوړ کړی وو:
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، له ټولې صوبې کاغذي کاروايي او سرکاري فایلونه ډیجیټل سهولتونو ته اړوي. دا خبره د انفارمېشن ټیکنالوژۍ لپاره د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا سلاکار کامران بنګش په سېشنبه له مشال راډیو سره وکړه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته