نن په کوټه کې د اتم اګست ناورین دوهم تلين لمانځل کېږي. د ۲۰۱۶ م کال د اګست په اتمه نېټه د کوټې په سول هسپتال هغه وخت ځانمرګی بريد وشو چې په لسګونو وکيلان راغونډ وو. په حمله کې تر اويا زيات کسان وژل شوي وو چې پکې شپږ پنڅوس وکيلان ول.
د چترال کېلاش سیمې یو کېلاشی د پاکستان په پارلېماني تاریخ کې په لومړي ځل د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ته غوره شوی دی. کېلاشی وزیرزاده د پاکستان تحریک انصاف په ټکټ پارلېماني څوکۍ ګټلې ده.
د پاکستان د انتخاباتي کمېشن ویاند وايي، تر درو بجو پورې د انتخاباتي بېقاعدګیو په اړه یې ۴۰۰ شکایتونه تر لاسه کړي دي چې پکې ۸۰ فیصده یې واړه ول. الطاف احمد له مشال راډیو سره خبرې کړې دي.
د خیبر پښتونخوا د ماليې ادارې قبایلي او نیمه قبایلي سیمې د صوبې په پینځو ډیویژنونو ورګډې کړې دي. د مالیې ادارې بېګا ماښام په یوه بیان کې ویلي، خیبر او مومند په پېښور ډیویژن، باجوړ په ملاکنډ، اورکزي او کورمه په کواټ، شمالي وزیرستان په بنو او جنوبي وزیرستان په ډېره اسماعیل خان ډیویژن ورګډوي.
د امریکايۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه لیکنه وايي چې افغان طالبانو له افغان حکومت سره د اوربند تر پای ته تر رسېدو وروسته هڅې پیل کړې دي چې په جګړه کې ولسي وګړو ته زیان و نه رسوي او افغانان و نه ځوروي
د بلور کورنۍ لپاره د هارون غمجنه پېښه لومړنۍ نه وه بلکې تر دې وړاندې یې د مشر تره غلام محمد بلور ځوان او یوازینی زوی شبیر احمد بلور هم په ۱۹۹۷ ز کال د انتخاباتي کېمپین پر مهال په ډزو وژل شوی وو.
ګېلاني: د نواز شریف په اړه د احتساب عدالت پرېکړه سمه نه ده
دا زمونږ د تاریخ تر ټولو توره ورځ ده.په دې ورځ نه یوازې جمهوریت ختم شو بلکې د ترقۍ پسندۍ مخه ډب کړل شوه.مذهبي انتهاپسندي او تشدد ددې ورځې راروسته عام شو.په افغانستان کې مونږ مداخلت پېل کړو.وسله والې ډلې جوړې شوې او ددې ورځې بدې اغېزې ترننه روانې دي
په بیجینګ او اسلام اباد کې چارواکي تل د چین – پاکستان اقتصادي راهداري د یوه ستر اوښتون زېری او د پاکستاني اقتصاد ټولو ناخوالیو ته یې ځواب ګڼي.
د پېښور ښار اندر شېر چې د هر سامان او شیانو لپاره خپل بازار لري، کپړو، څپلو، کالو پترو او ډول سنګار شیانو ( مېک اپ) له هم ځان له یو بازار لري چې نه یوازې د خېبر پښتونخوا د لرې پرتو سیمو دوکاندارن ترې سودا اخلي بلکې د کلیوالو سیمو ښځو یا بنجاریانو له د روزګار یوه ذریعه هم جوړه کړې چې د خپل کور پرې چلوي.
فانینشل ټاسک فورس پاکستان په خر لیسټ کې شامل کړی دی . د موضوع د لا روښانه کولو لپاره ظفرخان د سیاسي چارو کارپوه رفیع الله کاکړ سره خبرې کړي او په لومړي سر کې یې ترې پوښتلي چې په دې لیسټ کې د اچولو اغېز به د پاکستان پر اقتصاد څه وي؟
د زیارت په ورځ د چترال پولیسو له پېښوره هغه تورن کس نیولی دی چې د کېلاش په بمبوریت سیمه کې یې د ځايي کېلاشیو ښځو ویډیو د هغوی د اجازې پرته جوړوله. د ښځو ویډیو جوړونکی ملزم اېمل خان د پېښور نه نیولې دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته