په رپورټ کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو خراب حالت هم ياد شوی او وايي چې دا مهال د هغوی شمېر تر ۲۵ لکو اوښتی دی.
په دوشنبه د پولیټیکل انتظامیې یوه چارواکي مشال راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دا خبرې بېګا ماښام د پکتیا- کورمې ترمینځ پر پوله له نښتو پس شوې دي.
هرڅوک چې کور پرېږدي نو په خپل لاس ورته تاله لګوي او په خپل لاس يې خلاصوي. خو د ملالي کورنۍ نه کور ته په خپله کور ته تاله ولګوله او نه يې هم خلاصه کړه.
د خیبر پښتونخوا سېلانۍ سیمه سوات کبل ګراونډ کې د پاکستان مسلم ليګ تر سیوري لاندې یوه لويه ولسي غونډه کې پخواني وزيراعظم ميا نواز شريف وویل چې د ولس رایې (ووټ) ته دې درناوی ورکړل شي.
په شام کې له ۲۰۱۱ کله راهيسې کورنۍ جګړې نه یوازې په سلګونه زره خلک مړه او ژوبل کړل بلکې د هېواد له زياترو سيمو څخه په ډلو ډلو ولسونو کډې کړې دي او ګڼ ښارونه او ښارګوټي تباه شوي دي. د کوټې يو پښتون ليکوال عثمان قاضي د خپل مسلکي کار لپاره دا وخت په مشق کې دی چې ورسر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وايي ، له امریکايي پلاوي سره یې ګټورې خبرې کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي د دوي ټولې غوښتني نه دي منل شوې او اوس هم له عدالت لرې - ماورایې عدالت -وژنې روانې دي.
په پاکستان کې د شخصي سکولونو د اتحادیې له خوا پرون دغه هیواد ته د ملاله یوسفزۍ د ستنیدو پر ضد مظاهرېکړې دي. د اتحادیې مشر کاشف میرزا تور پورې کوي چې ملاله د پاکستان او نظریه پاکستان مخالفه ده.
د هلمند ځوانانو د پرلت په ۵مه ورځ له حکومته د اوربند غوښتنه وکړه. د هلمند ځوانان او ښځې چې د تېرې اوونۍ د ...
دا په تيرو ۱۱ کلونو کې درېم وار دی چې د وزيراعظم او سپريم کورټ چيف جسټس ترمينځ لیدنې کېږي.
د مارچ اوه ويشتمه په نړۍ کې د تېټر د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د تېټر يا د خلکو په وړاندې پر سټېج د اداکارۍ هنر نړيواله اداره له ۱۹۶۲ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کلتور ادارې، يونيسکو په ملاتړ دا ورځ لمانځي.
د لاهور په قذافي سټېډیم کې بېګا د پاکستان کرکټ سوپر ليګ په دوهم سيمې پایلوبه کې پېښور زلمي و کراچۍ کینګز ته په ۱۳ رنزونو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته