د هلمند ځوانانو د پرلت په ۵مه ورځ له حکومته د اوربند غوښتنه وکړه. د هلمند ځوانان او ښځې چې د تېرې اوونۍ د ...
دا په تيرو ۱۱ کلونو کې درېم وار دی چې د وزيراعظم او سپريم کورټ چيف جسټس ترمينځ لیدنې کېږي.
د مارچ اوه ويشتمه په نړۍ کې د تېټر د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د تېټر يا د خلکو په وړاندې پر سټېج د اداکارۍ هنر نړيواله اداره له ۱۹۶۲ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کلتور ادارې، يونيسکو په ملاتړ دا ورځ لمانځي.
د لاهور په قذافي سټېډیم کې بېګا د پاکستان کرکټ سوپر ليګ په دوهم سيمې پایلوبه کې پېښور زلمي و کراچۍ کینګز ته په ۱۳ رنزونو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.
بخښې نړیوال سازمان دا هم وايي چې په پاکستان کې تر اوسه هېچا ته د خلکو د تری تم کولو په جرم کې سزا نه ده ورکړل شوې.
د روانې میاشتې په دېرشمه نېټه د کلتور ادارې تر سیوري لاندې په اسلام اباد کې د افغانستان - پاکستان فېسټیول په نامه کلتوري مېله کېږي. زموږ همکار شاهین بونېري د کلتور ادارې له مشرې شندانه همایون خان سره د دغه مېلې په باب مرکه کړې ده.
د امريکا دفاع وزير جيمز ميټس په سېشنبه کابل ته د خپل سفر پرمهال وويل، هغوی ته د پاکستان لخوا ځينې مثبتې اشارې ښکاري او له افغان پولې سره یې خپلې غاړې ته پوځي عمليات ترسره کړي.
د پښتنو یوه ملتپالي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي د سېنېټ ترسره شویو انتخاباتو ته په غبرګون کې ويلي، چې "د سېنېټ په انتخاباتو کې له زر او زوره کار اخېستل شوی دی.
ملګري ملتونه وايي پاکستان، ایران او د منځني ختیځ هېوادونه له هغو ملکونو څخه دي چې پکې د ښځو لپاره د روزګار موقعې لږې دي او پکې د ښځو د بې روزګارۍ شرح زیاته ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو سیکتره تهمینه جنجوعه د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې د واشنګټن دوه ورځنې سفر کوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي او منځنۍ ایشیاء لپاره نایب مرستیالې اېلیس ویلز د ګل په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان د طالبانو او پاکستان ځینې ګیلې پر ځایې دي.
په اسلام اباد کې د امریکا اغېز له کمېدو سره، د پاکستان پخوانۍ رقیبه، روسیه هلته د خپلو پوځي، دپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته