ملګري ملتونه وايي پاکستان، ایران او د منځني ختیځ هېوادونه له هغو ملکونو څخه دي چې پکې د ښځو لپاره د روزګار موقعې لږې دي او پکې د ښځو د بې روزګارۍ شرح زیاته ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو سیکتره تهمینه جنجوعه د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې د واشنګټن دوه ورځنې سفر کوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي او منځنۍ ایشیاء لپاره نایب مرستیالې اېلیس ویلز د ګل په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان د طالبانو او پاکستان ځینې ګیلې پر ځایې دي.
په اسلام اباد کې د امریکا اغېز له کمېدو سره، د پاکستان پخوانۍ رقیبه، روسیه هلته د خپلو پوځي، دپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي.
په پاکستان کې په لومړي ځل نرښځیانو ته د هغوی د جنس له شناخت سره سم د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ګاډو چلولو لایسنس جاري کړل شو.
د اسکر نویم کال جایزې بېګا شپه د امریکا په لاس انجلس کې پر بریالیو فلمي ستوریو او هنرمندانو ووېشل شوې.
د خیبر پښتونخوا په دیر ضلع کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې وايي، په راتلونکیو انتخاباتو کې دې د ښځو رایه اچونه یقیني کړل شي.
د ولسي خدمتګارۍ په لړ کې که يو خوا په نړيواله کچه د مدر ټريسا، بل ګېټس، وارن بوفېټترڅنګ يوشمېر نور نومونه د ذکر وړ دي نو بل خوا په پاکستان کې د عبدالستار اېدي، او باچا خان نومونه هم روښانه دي.
د پاکستان سر کاري خبري اژانس اې پي پي په خپل يو خبر کې ويلي چې ليزا کرټس د پاکستان د داخله چارو وزير احسن اقبال سره هم وکتل خو د دې ملاقات نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.
محمد زبیر موتي والا زیاتوي چې تر څو د افغانستان او پاکستان سیاستونه په خپلمنځي تجارت اغېز لري تر هغو به دا نور کمېږي چې د دواړو هېوادونو ولسونه به متاثره کوي.
د هلمند مدني فعالان وايي د ټاپي ملاتړ کوو او په تشکیل کې یې ونډه هم غواړو. هلمند د ټاپي په مسیر کې ناامنه ولایت دی چې ...
په برتانیا او پاکستان کې د طبي څېړنو ادارو ویلي، په پاکستان کې د معیادي تبې ناروغي خپره شوې ده چې پکې خاص ستونزه دا ده چې جراثیمو یا مېکروبونو د دود شویو دواګانو پروړاندې مقاومت موندلی دی.
د ازادي راډيويي مجلې دا ګڼه چې د پښتو غزل د پلار امیر حمزه شینواري د ۲۴م تلین په مناسبت د هغه سپېڅلي روح ته ډالۍ ...
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته