نن د اکتوبر پر ۱۱مه د ماشومانو نجونو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د دې ورځې مقصد ماشومانې نجونې نجونې د تعليم او هنر په ګاڼه سنبالول او دوی ته په ټولنه کې د يو مساوي وګړي حق ورکول دی. په همدې تړاو احمد شاه اعظمي ځانګړې خپرونه وړاندې کوي چې مېلمانه يې ضياوالدين يوسفزی، عارف تبسم او جميله پالوال دي.
د امريکا دفاع وزارت په روانه اونۍ کې په يوه رپوټ کې د دفاع وزير او د ځواکونو ګډ مشر له لوري د ملګرو هېوادونو سفرونو، چې په کې پاکستان هم شامل ول، خلاصه وړاندې کړې ده. په دې کې ويل شوی چې د دې سفرونو مقصد اېتلافونه جوړول او پرځای ساتل وو.
د پښتو ژبې وتلی لیکوال او خبریال نثار محمد خان په خپلو پلرنی هدیره په صوابۍ شاه منصور کې خاورو ته وسپارل شو.
پاکستان ته د ۳۰۰ میلیونه ډالرو امریکايي مرسته پر داسې مهال ځنډول شوې چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د سېپټېمبر پر پینځمه اسلام اباد ته ورشي. د واشنګټن دا اقدام څه معنا لري او له دې سره د دواړو هېوادونو اړیکي کوم لوري ته ځي؟ د نړیوالو چارو پوه ډاکتر سرفراز خان یې راځوابوي.
پاکستان او هند او ايران او افغانستان د اوبو پر سر د نظر توپير لري. د اوبو د سرچينو په اداره کولو کې پي، ايچ، ډي لرونکی، ډاکټر فضل الله اختر وايي راتلونکې جګړې ښايي د اوبو پر سر وشي. زموږ همکار، بشير ګواښ د نوموړي سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتنه کړې چې د دې کشالو مخنيوي لپاره څه بايد وشي؟
نن په کوټه کې د اتم اګست ناورین دوهم تلين لمانځل کېږي. د ۲۰۱۶ م کال د اګست په اتمه نېټه د کوټې په سول هسپتال هغه وخت ځانمرګی بريد وشو چې په لسګونو وکيلان راغونډ وو. په حمله کې تر اويا زيات کسان وژل شوي وو چې پکې شپږ پنڅوس وکيلان ول.
د چترال کېلاش سیمې یو کېلاشی د پاکستان په پارلېماني تاریخ کې په لومړي ځل د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ته غوره شوی دی. کېلاشی وزیرزاده د پاکستان تحریک انصاف په ټکټ پارلېماني څوکۍ ګټلې ده.
د پاکستان د انتخاباتي کمېشن ویاند وايي، تر درو بجو پورې د انتخاباتي بېقاعدګیو په اړه یې ۴۰۰ شکایتونه تر لاسه کړي دي چې پکې ۸۰ فیصده یې واړه ول. الطاف احمد له مشال راډیو سره خبرې کړې دي.
د خیبر پښتونخوا د ماليې ادارې قبایلي او نیمه قبایلي سیمې د صوبې په پینځو ډیویژنونو ورګډې کړې دي. د مالیې ادارې بېګا ماښام په یوه بیان کې ویلي، خیبر او مومند په پېښور ډیویژن، باجوړ په ملاکنډ، اورکزي او کورمه په کواټ، شمالي وزیرستان په بنو او جنوبي وزیرستان په ډېره اسماعیل خان ډیویژن ورګډوي.
د امریکايۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه لیکنه وايي چې افغان طالبانو له افغان حکومت سره د اوربند تر پای ته تر رسېدو وروسته هڅې پیل کړې دي چې په جګړه کې ولسي وګړو ته زیان و نه رسوي او افغانان و نه ځوروي
د بلور کورنۍ لپاره د هارون غمجنه پېښه لومړنۍ نه وه بلکې تر دې وړاندې یې د مشر تره غلام محمد بلور ځوان او یوازینی زوی شبیر احمد بلور هم په ۱۹۹۷ ز کال د انتخاباتي کېمپین پر مهال په ډزو وژل شوی وو.
ګېلاني: د نواز شریف په اړه د احتساب عدالت پرېکړه سمه نه ده
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته