د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي، ټولو پښتنو ته پکار ده چې د مشال دفترونو تړلو خلاف غږ راپورته کړي. زموږ له همکار اسرار عالم مومند سره په خبرو کې نوموړي وویل، دوی به دا مسله په پارلېمان کې راپورته کوي. د
د پاکستان پيپلز پارټۍ یو مخور مشر اخونزداده چټان وايي، د قبايلي ولس يوازينۍ رسنۍ مشال راډيو ده او پر دې بندېز د قبايلي ولس پر غږ بندېز دی. نوموړی وايي په قبايلي سيمو کې چې څوک هم د جمهوريت، ولسي پوهاوي، تعليم او نورو حقونو لپاره کار کوي د هغوی د له منځه وړو هڅې کېږي. اسرار عالم ورسره مرکه کړې
پخواني سېنېټر او د عوامي نېشنل ګوند يو مخکښ مشر افراسياب خټک وايي د مشال راډيو خپرونې چې دوی څومره اورېدلي نو هغه متوازي دي او د هېڅ یوه رياست خلاف نه دي. نوموړی وايي چې مشال راډيو د قبايلي ولس ستونزې د هغوی په ږغ/غږ کې نړۍ ته وړاندې کوي نو پکار ده چې حکومت پر دې راډيو
په پېښور کې د باچا خان مرکز انتظاميې د جنورۍ له ۲۰مې نېټې راهيسې د (باچا خان اوونۍ) په نوم د پروګرامونو يوه لړۍ پيل کړې. د باچا خان مرکز منتظم اعجاز يوسفزی وايي، دوی تمه لري چې د ۲۸مې جنورۍ په پروګرام کې، چې په پېښور کې او د اوونۍ د پروګرامونو اخيرنی هغه ب
په تېريو دوو اوونيو کې د خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نورو سيمو کې له ماشومانو سره د جنسي تېريو پېښې زياتې شوې دي. په پېښو کې د ناڅاپي زياتوالي علت څه دی؟ دا پوښتنه د ماشومانو د حقونو د چاروپوه ارشد محمود له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال ځواب کړې.
اقبال د شنبې یا خالي پر ورځ د لندن د افریقايي او ختیځ مطالعاتو پوهنتون (سواس) کې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) پر خدايي خدمتګار تحریک او د هغه پر مبارزې خبرې وکړې.
یوه ملګري هاشم خان ته پر فېسبوک د يوه مسود ځوان د ورکېدو خبر وو او ده تر ډېرو خواريو وروسته د نقيب د خپلوانو د ټېلېفون شمېره یې وموندله او هغو د پوليسو له خواد نقيب مسود د وژنې خبر ورکړ.
د پاکستان نومیالی خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي ،مشال راډیو چې کوم خبرونه او خپرونې ورکوي په هغوی کې موږ داسې څه نه دي لیدلي او اورېدلي کوم چې یو طرفه وي.
د فاټا په درېو سیمو کې د پوهنتونونو څانګې جوړېږي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلې ویلي، پر پاکستان یې د پوځي مرستو له بندولو سره هغه هېواد ته قوي پیغام ورکړی. نوموړې د امریکا غږ له ګرېتا فن سوستېرن سره په مرکه کې ویلي، پاکستان ترهګرو ته پناه ورکولو ته دوام ورکوي، نو ځکه واشنګټن ورته د دې لپاره نور پیسې نشي ورکولای.
د بلوچستان حکومت پرېکړه کړې چې د کوټې ښار په شاوخوا برخو کې به د کشت او کروندې لپاره د اوبو پاکولو پلانټ بیا وچلوي. د کوټې ډېری کروندو ته د ښار مرداړې اوبه ورکول کېږي چې د ډاکټرانو په وینا له دې تورژېړی او د کېنسر ناروغیانې خورېږي. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین راپور
د بلوچستان نوي اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو ویلي دي چې تر سخت زیار وروسته یې څوکۍ موندلې او د جمهوریت په خاطر به کله هم د اسمبلۍماتولو هڅه و نه کړي. نوموړي دا خبره د دوشنبې ورځ په کوټه کې په خپل لومړي خبري کانفرنس کې وکړه. په کانفرنس د مسلم لیګ ق ډلي یو م
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته