په پېښور کې د باچا خان مرکز انتظاميې د جنورۍ له ۲۰مې نېټې راهيسې د (باچا خان اوونۍ) په نوم د پروګرامونو يوه لړۍ پيل کړې. د باچا خان مرکز منتظم اعجاز يوسفزی وايي، دوی تمه لري چې د ۲۸مې جنورۍ په پروګرام کې، چې په پېښور کې او د اوونۍ د پروګرامونو اخيرنی هغه ب
په تېريو دوو اوونيو کې د خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نورو سيمو کې له ماشومانو سره د جنسي تېريو پېښې زياتې شوې دي. په پېښو کې د ناڅاپي زياتوالي علت څه دی؟ دا پوښتنه د ماشومانو د حقونو د چاروپوه ارشد محمود له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال ځواب کړې.
اقبال د شنبې یا خالي پر ورځ د لندن د افریقايي او ختیځ مطالعاتو پوهنتون (سواس) کې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) پر خدايي خدمتګار تحریک او د هغه پر مبارزې خبرې وکړې.
یوه ملګري هاشم خان ته پر فېسبوک د يوه مسود ځوان د ورکېدو خبر وو او ده تر ډېرو خواريو وروسته د نقيب د خپلوانو د ټېلېفون شمېره یې وموندله او هغو د پوليسو له خواد نقيب مسود د وژنې خبر ورکړ.
د پاکستان نومیالی خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي ،مشال راډیو چې کوم خبرونه او خپرونې ورکوي په هغوی کې موږ داسې څه نه دي لیدلي او اورېدلي کوم چې یو طرفه وي.
د فاټا په درېو سیمو کې د پوهنتونونو څانګې جوړېږي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلې ویلي، پر پاکستان یې د پوځي مرستو له بندولو سره هغه هېواد ته قوي پیغام ورکړی. نوموړې د امریکا غږ له ګرېتا فن سوستېرن سره په مرکه کې ویلي، پاکستان ترهګرو ته پناه ورکولو ته دوام ورکوي، نو ځکه واشنګټن ورته د دې لپاره نور پیسې نشي ورکولای.
د بلوچستان حکومت پرېکړه کړې چې د کوټې ښار په شاوخوا برخو کې به د کشت او کروندې لپاره د اوبو پاکولو پلانټ بیا وچلوي. د کوټې ډېری کروندو ته د ښار مرداړې اوبه ورکول کېږي چې د ډاکټرانو په وینا له دې تورژېړی او د کېنسر ناروغیانې خورېږي. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین راپور
د بلوچستان نوي اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو ویلي دي چې تر سخت زیار وروسته یې څوکۍ موندلې او د جمهوریت په خاطر به کله هم د اسمبلۍماتولو هڅه و نه کړي. نوموړي دا خبره د دوشنبې ورځ په کوټه کې په خپل لومړي خبري کانفرنس کې وکړه. په کانفرنس د مسلم لیګ ق ډلي یو م
د جمعیت علمای اسلام ف د قامي اسمبلۍ غړې نعیمه کشور خان وايي چې ګوند یې د دغه بل مخالفت کوي. نوموړي د مشال راډیو له خبریالې رابعې اکرم خان سره په خبرو کې وویل د پاکستان تر ایین لاندې د یوې صوبې قانون بلې صوبې ته نه شي غزول کېدلی.
له قبایلي سیمې باجوړه د قامي اسمبلۍ لپاره پارلېماني غړي شهاب الدین خان فاټا ته د اسلام اباد او پېښور های کورټونو غزولو غزولو بل یوه لویه بریا بللې چې له دې سره به ولس د نور پاکستان غوندې د پاکستان تر قانون لاندې خپل اییني حقوق ولري. د مشال راډیو خبریال رابعې اکرم خان ورسره خبرې کړې.
د هاليووډ سینیمانوی فلم۱۲ غړیالي یا (سټرانګ ۱۲ 12 strong ) به د جنورۍ پراتلسمه نندارې ته وړاندې کېږي. د دې فلم وروستی ټرېلر هم خپور شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته