د ننګرهار ولایت په ځانګړې توګه په جلال اباد ښار کې په دې وروستيو کې جنايتي جرمونه، غلاوې او هدفي وژنې زیاتې شوې، په همدې اړه د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد د ننګرهار له والي محمد ګلاب منګل سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې هدفي وژنې سیاسي او که جنايي دي؟ نوموړي په ځواب کې ویلي دي.
د پاکستان حکومت ویلي دي د فلمي صنعت د بحالۍ او پرمختګ لپاره اقدامات کوي او دې لړ کې يې یوه منصوبه شورو کړې ځکه چې د ترهه ګرۍ او سختدرېځۍ پرضد د فلم په زریعه په موثر انداز پوهه خورېدای شي او امنیت ته هم لار هوارېدای شي.
د کورمې د سېدکورمې اوسېدونکي وايي، اېف سي ځواک د سیمې چینه نیولې ده او دوی ته یوازې په خاص وخت کې له هغه ځایه د اوبو وړلو اجازه ورکوي چې د دوی ژوند یې ستونزمن کړی دی.
د قبایلي ځوانانو او زده کوونکو یوې ټولنې سبا ته په اسلام اباد کې په هغه لاریون او احتجاج کې د برخې اخیستو اعلان کړی چې په پښتونخوا د قبایلو د ورګډولو ضد جوړېږي. د ټولو قبایلي اېجنسیو د ځوانانو دې ټولنې تېر ماښام د پېښور د خبریالانو په مرکز کې غونډ
د شمالی وزیرستان ډویژن رزمک په درېو تحصیلونو کښې میشته ولس وایي چې د وطن کارډونو موده یې ختمه شوی دی او غوښتنه کوي چې زغرده دې ورته نوي کارډونه جوړ کړل شي. ځکه چې د کارډونو بغیر یې تګ راتګ په ټپه درېدلی دی. د عمر دراز وزیر راپور
پېښور: د متحده مجلس عمل د بحالۍ له اعلان وروسته د یاد مذهبي اتحاد د فعالولو پحقله لومړۍ غونډه د سېشنبې په ورځ په پېښور کې ترسره شوه چې پکې د جماعت اسلامي جمعیت علمای اسلام (ف) ترڅنګ ځینې نورو مذهبي ګوندونو ګډون وکړل. له غونډې وروسته له مشال راډیو سره په مرکه کې د جماعت اسلامي صوبايي امیر
د ازادي راډيویي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې له شاعر او ليکوال ښاغلي اکبر هوتي سره زموږ د همکار همايون...
د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې دوی د سوله ییز او پرامنه وزیرستان لپاره خپل کورونه پرېښي ول خو په اوس په سیمه کې پرله پسې چاودنو خلک بیا اندېښمن کړي دي. د مشال راډيو له خبریال عمردراز وزیر سره په خبرو کې وویل، نور د بدامنۍ زغم نه لري او حکومت دې د پرامنه وزیرستان ژمنه ورسره پوره کړي.
د قبایلي سیمو د خاصه دار ځواک یوه کمېټۍ جوړه کړې چې موخه یې له خیبر پښتونخوا سره د ګډېدو په صورت کې خپلې دندې او نوکریانې خوندي ساتل دي.
محمود خان اڅکزی: د پښتنو پر حالاتو نړیوال کانفرنس پکار دی
عثمان کاکړ: سېنېټ ځکه د پوځ مشر غوښتی، خارجه پالیسي چلوي
د هندې فلمونو ستورې او د هندد کرکټ ټیم لوبغاړي وېرات کوهلې واده وکړ، دواړو د اټلې په میلان سیمه کې د دسمبر پر ۱۱ مه د واده مراسم تر سره کړل. چې پکې د دواړو د کورنیو نږدو غړو ګډون وکړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته