د فاټا په درېو سیمو کې د پوهنتونونو څانګې جوړېږي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلې ویلي، پر پاکستان یې د پوځي مرستو له بندولو سره هغه هېواد ته قوي پیغام ورکړی. نوموړې د امریکا غږ له ګرېتا فن سوستېرن سره په مرکه کې ویلي، پاکستان ترهګرو ته پناه ورکولو ته دوام ورکوي، نو ځکه واشنګټن ورته د دې لپاره نور پیسې نشي ورکولای.
د بلوچستان حکومت پرېکړه کړې چې د کوټې ښار په شاوخوا برخو کې به د کشت او کروندې لپاره د اوبو پاکولو پلانټ بیا وچلوي. د کوټې ډېری کروندو ته د ښار مرداړې اوبه ورکول کېږي چې د ډاکټرانو په وینا له دې تورژېړی او د کېنسر ناروغیانې خورېږي. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین راپور
د بلوچستان نوي اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو ویلي دي چې تر سخت زیار وروسته یې څوکۍ موندلې او د جمهوریت په خاطر به کله هم د اسمبلۍماتولو هڅه و نه کړي. نوموړي دا خبره د دوشنبې ورځ په کوټه کې په خپل لومړي خبري کانفرنس کې وکړه. په کانفرنس د مسلم لیګ ق ډلي یو م
د جمعیت علمای اسلام ف د قامي اسمبلۍ غړې نعیمه کشور خان وايي چې ګوند یې د دغه بل مخالفت کوي. نوموړي د مشال راډیو له خبریالې رابعې اکرم خان سره په خبرو کې وویل د پاکستان تر ایین لاندې د یوې صوبې قانون بلې صوبې ته نه شي غزول کېدلی.
له قبایلي سیمې باجوړه د قامي اسمبلۍ لپاره پارلېماني غړي شهاب الدین خان فاټا ته د اسلام اباد او پېښور های کورټونو غزولو غزولو بل یوه لویه بریا بللې چې له دې سره به ولس د نور پاکستان غوندې د پاکستان تر قانون لاندې خپل اییني حقوق ولري. د مشال راډیو خبریال رابعې اکرم خان ورسره خبرې کړې.
د هاليووډ سینیمانوی فلم۱۲ غړیالي یا (سټرانګ ۱۲ 12 strong ) به د جنورۍ پراتلسمه نندارې ته وړاندې کېږي. د دې فلم وروستی ټرېلر هم خپور شوی دی.
تېر ماسخوتن د پېښور په يکه توت سيمه کې يوه هنرمنده پرېښنا وژل شوې. د يکه توت ډي اېس پي د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې وویل چې په پېښه کي د برېښنا پلار هم وژل شوی او ملزم هم خودکشي کړې ده.
د جنورۍ پر څلورمه امریکا پاکستان ته د پوځي مرستو د ځنډولو اعلان وکړ او ویې ویل چې تر هغو چې اسلام اباد د وسله والو پټنځایونه نه وي ختم کړي او پر ضد یې بې له توپیره عملیات نه وي کړي، دا مرستې به نه ورکوي. پاکستان په وسله والو کې د فرق او هغوی ته د پټنځایونو ورکولو تور ردوي.
پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو د قامونو د شوری مشرانو، د پاکستاني مقاماتو هغه فيصله غندلې چې پکې د افغان کډوالو پاکستان کې د پاتې کېدو موده يواځې يوه مياشت غزول شوې ده. څو ورځې وړاندې د پاکستان وفاقي کابينې د وزيراعظم په
د امريکا حکومت پاکستان ته تر هغو پورې د پوځي مرستو ځنډولو اعلان کړی چې اسلام اباد د ترهګرۍ ضد جګړه په تېره بيا د افغان طالبانو او حقاني شبکې خلاف پرېکنده اقدامات نه وي کړي.
بلوچستان کې له تېرو نېږدې څو ورځو راهیسې ناڅاپه یو سیاسي کړکېچ منځ ته راغلی دی چې هېچا یې تمه هم نه کوله، ځکه چې د ځینو خلکو په خبره، پر جمهوري ادارو اور په اسلام اباد او لاهور کې لګول شوی وو،خو دوګ یې تر کوټې واوت.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته