د ګل په ماښام د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي شي جن د پاکستان خارجه سیکټرې تهمینه جنجوعه سره په اسلام اباد کې ملاقات کړې دي.
ډاکټر مشتاق وايي، د قا نون له مخې چې کوم ځای هم څاروي حلالېږي او يا خرڅېږي هلته باید د څارویو ادارې عمله شتون ولري.
اسې فکر کېږي چې د ډونلډ ټرمپ څرګندونو پاکستان يو ډول تر فشار لاندې راوستی دی خو په عين حال کې چين د پاکستان دفاع کړې ده.
د اسمبلۍ غونډې پر مهال د جمعیت علما ء اسلام سر ه تړاول رونکي د اسمبلۍغړي سردار عبدالرحمان کېتران زیاته کړه له ده سره هم څلور کاله وړاندې له ده سره هم داسې تېری او ظلم شوی وو څنګه چې له مجید خان اڅکزي سره شوی دی.
شرجيل بلوڅ وايي، د نورو حملو په پرتله د اتم اګست ۲۰۱۶ م کال حملې سخت و لړزولی دا ځکه چې دده په وينا دا يوازي د بلوچستان پر وګړيو نه بلکې پر ذهن يې حمله وه.
د باجوړ مټاکه کې یو بس پر یوه ماین ختلی، دوه تنه مړه ۲۶ ژوبل
د پاکستان خارجه وزارت وایي چې مطبوعاتو کې پر معاملاتو د بحث پرځای امریکا له د دواړو ملکونو ترمینځه موجود د رابطو له لارې خبرې اترې پکار دي.
نیویارک ټایمز د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور په یوه امریکايي ډرون برید کې د وژنې په اړه په یو راپور کې لیکلي چې نوموړی تر خپل مرګ وړاندې د خپلې کورنۍ غړي له خپل حاله خبر کړي وو او دا ویره ورسره وه چې کېدای شي پاکستان يې ووژني.
د پاکستان حکومت په دې هېواد کې پر ۶۵ وسله والو ډلو بنديز لګولی او څلور نورې ډلې يې د کورنيو چارو وزارت تر څار لاندې اعلان کړي دي. خو پوښتنه دا ده چې پر دې هر څه سربېره بيا هم څنګه د دې ډلو غړي فعاليت کوي؟
د پاکستان لنډمهالي وزير اعظم شاهد خاقان عباسي بېګاه ماسخوتن له ولسمشر ممنون حسېنه د خپلې څوکۍ سوګند وکړ. له ټاکلېدو پس قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې خاقان عباسي وويل چې دا وخت په ملک کې امنيت راوستل او معيشت ښ
د شمالي وزیرستان په شېوا تحصیل کې د ورا یا جنج یو ګاډی کندې ته پرېوتی چې پکې درې ماشومان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي. د سیمې یوه اوسېدونکي حکمت الله د سېشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل ، دا ګاډی د دوشنبې ورځ له سپین وامه د ټل پر لور روان وو چې کندې ته پرې
کله چې د سند لياقت طبي پوهنتون د طب زده کوونکې، نورين لغاري پر فيس بوک د بېلابېلو پاڼو او خلکو سره رابطې ساتلې نو هغې ته معلومه نه وه چې نوموړې ورو ورو د داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې لاس ته ورځي. خو هغه خپل هدف ته تر رسېدو مخکې د تېر اپرېل په څوارلسم تاريخ د څلورو نورو مشکوکو وسله والو سره په لاهور کې ونېول شوه. نوموړې د اپرېل په ۱۷ نېټه، د پاکستاني پوځ له خوا خپرې شوې ويډيو کې وويل چې داعش وسله والو هغه د عیسایانو پر يو مذهبي پروګرام د ځانمرګي بريد لپاره غوره کړې وه. نورين همداراز مطبوعاتو ته وورسته وويل چې داعش هغه د فېس بوک له لارې د ځان ملګرې کړې وه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته