د شمالي وزیرستان په شېوا تحصیل کې د ورا یا جنج یو ګاډی کندې ته پرېوتی چې پکې درې ماشومان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي. د سیمې یوه اوسېدونکي حکمت الله د سېشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل ، دا ګاډی د دوشنبې ورځ له سپین وامه د ټل پر لور روان وو چې کندې ته پرې
کله چې د سند لياقت طبي پوهنتون د طب زده کوونکې، نورين لغاري پر فيس بوک د بېلابېلو پاڼو او خلکو سره رابطې ساتلې نو هغې ته معلومه نه وه چې نوموړې ورو ورو د داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې لاس ته ورځي. خو هغه خپل هدف ته تر رسېدو مخکې د تېر اپرېل په څوارلسم تاريخ د څلورو نورو مشکوکو وسله والو سره په لاهور کې ونېول شوه. نوموړې د اپرېل په ۱۷ نېټه، د پاکستاني پوځ له خوا خپرې شوې ويډيو کې وويل چې داعش وسله والو هغه د عیسایانو پر يو مذهبي پروګرام د ځانمرګي بريد لپاره غوره کړې وه. نورين همداراز مطبوعاتو ته وورسته وويل چې داعش هغه د فېس بوک له لارې د ځان ملګرې کړې وه.
په اسلام اباد کې د يو شخصي ټي وي سره کارکوونکی خبريال ګوهر مسود شاوخوا نهه کاله وروسته خپلې سيمې ته تللی. د راه نجات عملياتو وروستو دا وړومبی ځل وو چې دوی وړوکی اختر په خپل کور کې ونمانځو.
د ((مشال مرکه)) په ځانګړې خپرونه کې مو د عوامي نیشنل ګوند یو مشر، پخواني سېنېټر او د سیمه ییزو چارو پوه افراسیاب خټک مېلمه دی. له ده سره مو د پاکستان پر سیاست، د پښتونخوا او قبایلو پر حالاتو او د افغانستان او سیمې پر امنیت خبرې کړې دي چې تاسې یې په ویډیو کې لیدلای شئ.
د پښتو ژبې ليکوال رحمت ديوان پنځه کاله مخکې د عدم تشدد مبارز باچاخان افکارو عامولو لپاره باچا خان ټکی کام ويب سايټ جوړ کړ. څو مياشتې کيږي چې دا ويب سايټ بند شوی دی. ښاغلی ديوان وايي چا ورسره د ويب سايټ په چلولو کې مرسته نه کوله. ښاغلي ديوان سره بشير ګواښ د سولې پر لور خپرونې لپاره مرکه کړې.
په ځانمرګي برید کې وژل شوی د بلوچستان د قلعه عبدالله ضلعې پوليس افسرساجد خان مومند شبقدر ته نژدې د لانجمن ګڼل کېدونکو کلیو – متنازعه دیهات -وو. د نوموړيجنازه د جولايي پر ۱۱مه د پېښور په پوليس لاين کې وشوه.
شمالي وزیرستان کې دې د صنعتي زون لپاره د ځمکې شخړه هواره شي
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې که افغانستان د هلمند پر سیند د بندونو جوړولو ته ادامه ورکړي، دوی...
د بلوچستان وکیلانو اتحادیې مشرانو د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتي چې په کوټه کې د اتم اګست په ځانمرګي برید کې له وژل شویو او ژوبلو وکیلانو سره دې مالي مرستې وکړي او پر صوبايي حکومت یې غږ کړی چې د وکیلانو له اغېزمنو کورنیو سره دې خپلې کړې مالي ژمنې پوره کړي. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین راپور
له نن څخه ۴۰ کاله وړاندې د ۱۹۷۸ مېلادي کال د جولای پر پینځمه نېټه د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال ضياالحق د هېواد وزيراعظم ذوالفقار علی بوټو له واکه لرې کړ او مارشل لا يې ولګوله.
د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د تېرې جون میاشتې په ورستیو کې په یوه سرکاري روغتون کې د ناڅرګندو کسانو له لورو د دوو زړو امبولانسونو سوځولو په تور د وزیرو کرمزخېل ټبر ۶۰ تنه نیول شوي دي. د کرمزخېلې قبیلې یوه مشر ایاز وزیر مشال ر
د جنوبي وزیرستان په واڼ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته