د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ناڅرګند وسله والو کسانو له ډزو د پولیسو یو ډي اېس پي وژ ل شوی او یو سب -انسپېکټر ژوبل شوی دی
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف سږکال د مارچ په مياشت کې د سختدرېځۍ پرضد د متبادلې مفکوري رامنځ ته کولو غږ کړی و.
د مې پر ۲۸ مه د مردان د ټکر د هغې پېښې ۸۷ کاله پوره شوي چې پکې د هغه وخت واکمنو انګرېزانو، پر خدايي خدمتګارانو ډزې کړې وې او له ۱۲ تر ۵۰ پورې کسان یې وژلي او ژوبل کړي ول.
چین به د خپلو تښتول شویو وګړو لپاره هر ګام واخلي
عبدالرحیم مندوخېل وايي چې پښتنو د پاکستان په سیاست کې تر ټولو زیاته قرباني ورکړې خو د فیصلو پر وخت ورته هغسې ونډه ورنکړل شوه چې څومره یې مبارزه کړې ده.
د خېبرپښتونخوا د نصابي کتابونو د بورډ پخوانی مشر ډاکټر فضل رحیم مروت وايي د سکولونو نصاب داسې پکار دی چې نوي کول ته د بشر دوستۍ درس ورکوي.
د مې میاشتې ۱۷مه د حسیبې شهید څلورم تلین دی. حسیبه شهید چې د مشال راډیو خبریاله وه، څلور کاله وړاندې په همدې ورځ د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې اول ژوبله او بیا يې په روغتون کې سا ورکړه.
د پېښور د خبريالانو کلتوري ټولنې او ځايي شاعرانو او ليکوالو د خېبرپښتونخوا له حکومته غوښتي چې د ترهګرۍ پر عواملو او د هغو د له منځه وړلو پر حل لارو د خبرو لپاره دې په دغه ښار کې يوه لويه ادبي مېله جوړه کړي.
پرون د دوشنبې په ورځ د چين بهرنيوو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ په بيجينګ کې يوه خبري غونډه کې پر پاکستان او افغانستان غږ وکړ چې خپل اختلافات ختم کړي. زموږ همکار بشير ګواښ د شخړو حل او سولې مطالعاتو مرکز څېړونکي، حکمت اعظمي سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتنه کړې چې سيمه کې د چين دلچسپۍ وجه څه ده؟
افغان کارپوهان وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ کړکېچن وضعیت د پاکستان د استخباراتي ادارې "ای.اس.ای" رئیس اړ کړ چې کابل ته سفر وکړي.
سر دار اياز صادق له خبر یالانو سره په خپلو خبرو کې وويل چې په نېږدې څو ورځو کې به د پاکستان پوځ استخباراتي اداري ای اېس ای مشر هم کابل ته سفر وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمينځ په امنيتي ستونزو خبرې وکړي.
د جنوبي وزیرستان مسود ولس د پاکستان پر شماریاتو ادرې تور پورې کړی چې په لوی لاس له سرشمېرنې او کورشمېرنې بې برخې ساتل کېږي. دوی وايي له ډېرو لیرې لیرې ځایونو په سرشمېرنه کې د برخې اخېستو لپاره نه یوازې په چیک پوسټونو له ستونزو سره مخامخ دي بلکې د کورنۍ مشر موجودګي په ګډون د کورنۍ غړیو شمېرنې لپاره د خاندان ټولو غړیو موجودګي یې هم ورته لازمه کړې ده. د مشال راډيو خبریال سېلاب مسود رپورټ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته