سر دار اياز صادق له خبر یالانو سره په خپلو خبرو کې وويل چې په نېږدې څو ورځو کې به د پاکستان پوځ استخباراتي اداري ای اېس ای مشر هم کابل ته سفر وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمينځ په امنيتي ستونزو خبرې وکړي.
د جنوبي وزیرستان مسود ولس د پاکستان پر شماریاتو ادرې تور پورې کړی چې په لوی لاس له سرشمېرنې او کورشمېرنې بې برخې ساتل کېږي. دوی وايي له ډېرو لیرې لیرې ځایونو په سرشمېرنه کې د برخې اخېستو لپاره نه یوازې په چیک پوسټونو له ستونزو سره مخامخ دي بلکې د کورنۍ مشر موجودګي په ګډون د کورنۍ غړیو شمېرنې لپاره د خاندان ټولو غړیو موجودګي یې هم ورته لازمه کړې ده. د مشال راډيو خبریال سېلاب مسود رپورټ
د شمالي وزيرستان سودا ګرو اتحاديې غوښتنه کړې ده چې له افغانستان سره د تجارت لپاره دې د غلام خان لار خلاصه کړل شي. يادو سوداګرو دغه غوښتنه نن (د شورو په ورځ) پېښور کې د يوې خبري غونډې پرڅنګ له مشال راډيو سره وکړې. په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم د پاکستانیو پوځي عملياتو له پيلېدو سره د غلام خان تجارتي لار تړل شوې وه. د شمالي وزیرستان سوداګر وايي، په سيمه کې اوس امنيت ښه شوی دی او له افغانستان سره د تجارت لار خلاصېدو سره به د بې کوره شوي ځپلي ولس مالي ستونځې هم هوارې شي. له پېښوره د ځلاند يوسفزي رپورټ
د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي، خپلو کلیو بانډو ته د تګ راتګ پر مهال د پاکستاني پوځ پر امنیتي پوستو تر سختو کړاونو لاندې تېرېږي. د مشال راډيو له خبریال عمردراز وزیر سره په خبرو کې اندېښمنو وزیرستانیو ګیلې کولې چې د وطن کارډ په لرلو دوی پاکستاني پوځ سپین کړي هم دي خو له دې سره سره یې ماشومان، ښځې، سپین ږیري او نور په سلګونه خلک په ګنټو ګنټو کرۍ ورځ په سره لمر د سیدګۍ په ګډون پر نورو امنیتي پوستو د تلاشۍ ورکولو لپاره تېروي. دوی وايي له بنو تر شمالي وزیرستان ته د تلو مهال پر امنیتي پوستو بیا بیا له تلاشۍ ورکولو ډېر کړېدلي دي او غوښتنه کوي چې پر چېک پوستونو دې عمله ډېره کړل شي. یادګېرنه: وزیرستانیان وطن کارډ خپلو سیمو ته د تلو ویزه بولي.
د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د بلواګرو زده کوونکیو په برید کې د وژل شوي زده کونکي مشال خان په مرګ د دريځ نه ښکاره کولو له وجې عوامي نېشل ګوند د مردان ضلعي صدر او ناظم حمايت الله مايار ته د سپیناوي پاڼه (شوکاز نوټس) جاري کړې ده. عوامي نېشنل ګوند په د سپیناوي پاڼه (شو
د بلوچستان تعلیم سېکرېټري عبدالله جان قرېش د تښتونې پرضد د سرکاري کارمندانو لاریونونه دوام لري او له حکومته د هغه د راخوشېکولو لپاره د کوټلیو ګامونو اخېستلو غوښتنه وکړه. نوموړی په مارچ میاشت له کوټې ښاره ناڅرګندو کسانو تښتولی وو. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین راپور
سپریم کورټ حکم ورکړی دی چې د پاناما اسنادو په اړه د نورو پلټنو لپاره دې یوه ګډه پلټونکې ډله جوړه کړل شي چې هر دوې اوونۍ وروستو به د ججانو پینځه کسیزې ډلې ته راپور ورکوي.
په دې اسنادو کې د پاکستان وزيراعظم نواز شریف بچیانو نومونه هم ول چې په بهر هېوادونو [اف شور] کې یې اته کمپنياني لري.
بلوچستان اسمبلۍ غړیو ویلي چې په صوبه کې د برېښنا لوډشېډینګ کې زیاتوالی راغلی دی چې له امله یې د کروندګرو ترڅنګ عادي وګړي هم له ستونځو سره مخامخ کړي دي. په اسمبلۍ کې غوښتنه شوې چې د بجلۍ له چارواکیو څخه دې پوښتنه وشوي چې ولې یې د دوی صوبه له برېښنا بې برخې کړې ده. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین راپور
په ترکیې کې ولسمشر رجب طیب اردغان او انتخاباتي کمېشن د یکشنبې پر ورځ په شوې ټولپوښتنه کې د واکمن انصاف او پرمختیا ګوند بریا اعلان کړې. اپوزیشن د دوشنبې پر ورځ وویل، د ټولپوښتنې نتیجه ننګوي ځکه چې د دوی په اند پکې ټګي شوې.
د ترکیې حکومت وایي، د یکشنبې د ورځې په نظرپوښتنه کې ګډونکونکو د اساسي قانون بدلون تايید کړ. پدې ډول به د ترکیې پارلماني سیسټم په صدارتي نظام بدل شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د ټرمپ انتظامیې د لوړپوړي چارواکي په توګه په وړومبي ځل په مسکو کې د روسیې د ولسمشر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف سره وکتل.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته