په اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال د وزیر اعظم نوازشريف د هغه اعلان هرکلى کړى چې له افغانستان سره یې د لارو خلاصولو په باب کړی دی
افغانه سينيټره انارکلي هنریار وايي دوی د ترهګرو بريدونو قربانيانووطنوالو سره عمرازۍ په خاطر دا کال خپل د خوښۍ مذهبي مراسم، هولي نه کوي. نوموړې سره زموږ همکار رحمت الله افغان مرکه کړې.
د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي چې د تېرو جنګونو په شان به د مفاداتو دا ټکر د پښتنو سیمې له نوره هم بیقراري راوړي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث د ښځو نړيوالې ورځې ته ځانګړۍ شوی چې پکې د قامي اسمبلۍ غړې مسرت احمد زيب او د بشري حقونو ادارې نېشنل هېومن رايټس کمېشن اف پاکستان لپاره د قبايلي او نيمه قبايلی سيمو استاذې بېګم جانې سره پر دې خبرې شوې چې ددې هېواد په اسمبليو او ګوندونو کې فعاله ښځې څومره بااختياره دي؟
دغه غونډه په داسې حال کې شوې چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو اسلامي دولت ,وسله واله ډله له شام څخه شړلې ده.
د سولې نړيواله جايزه ګټونکې ملالي يوسفزۍ وايي، پښتانه بايد د ښځو حقونو ته په خاصه توګه پاملرنه وکړي. نوموړې د ښځو نړيوالي ورځې په مناسبت د مشال راډيو همکار عبدالحي کاکړ سره ځانګړې مرکه کړې ده چې په سر کې ورڅخه پوښتل شوي، په نړيواله کچه په تېره د پښتنو ښځو وضعيت څنګه دئ؟
زما په خيال په وړومبي ځل چې ما راټوپ کولو نو هغه نېږدې ۳۰۰ ميټره اوچتوالی وو خو زه ډېره پر سکونه ووم، پته نشته ولې!
د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه خپل تازه رپورټ کې د پاکستان په اړه ويلي چې امنيتي ځواکونو په قبايلي سيمو، خيبر پښتونخوا پنجاب او بلوچستان کې د روانو بې امنيوو په تړاو ماورای عدالت وژنې کړې دي.
په لاهور ښار کې د پاکستانسپر ليګ کرکټ د سياليو د فاینل لوبې اعلان شوی دی. په 2009 کې د سري لنکا د کرکټ په لوبډله د وسله وال برید وروسته په اول وار دغه ډول سیالۍ کیږي چې لوجې یې خلک ډیر خوشاله دي او د دغه لوبې د کتلو لپاره د ټکټونو اخیستلو هڅې کوي.
رانا ثناوالله وويل، په تېر يو کال کې د پنجاب قانون نافذونکو ادارو د پنځلس لاکه کسانو د شناخت عمل ترسره کړی چې د ده په وينا ډېری یې پنجابيان ول.
په اسلام اباد کې د چارشنبې په ورځ د قتصادي همکارۍ سازمان سرمشريزه کې د غړيو هېوادونو ترمنځ د رابطو او تجارت پر زياتولو سلا وشوه. دا په داسې حال کې ده چې امنيتي اندېښنو له کبله پاکستان له افغانستان سره د تورخم او چمن لارې لا هم تړلې دي. هم دغه شان افغانستان ددې سازمان د منځنۍ اسيا غړيو هېوادونو ته د رسېدو يوه مهمه لار ده. د غړيو هېوادونو خپل منځي سياسي اختلافات د سازمان اقتصادي هدفونو په مخ کې څومره لوی خنډ دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې په اسلام hباد کې د اقتصادي چارو پوه جاويد اقبال او په پېښور کې د سياسي چارو پوه ډاکټر خادم حسين سره څېړل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا صوبې هغه ښځې چې کورنۍ یا نورې ستونزې لرې پر دغه ټېلیفوني شمېره 0919212026 دې سرکار ته خپل مسله بیان کړي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته