پښتون سياستدان، سوله ييز مبارز او د سولې پرمختګ سيمه ييز تړون مشر عالمزېب خان نن د سېشنبې پر ورځ په خپل کلي صوابۍ کې خاورو ته وسپارلی شو.
د پاکستان وفاقي حکومت په اسلام اباد کې د تحریک لبیک له مظاهره چيانو سره د پوځ په منځګړیتوب کړې لوظنامې له مخې له قانون وزير زاهد حامد استعفا اخېستې ده. د قانوني چارو پوه قاضي انور وايي د دهرنو مظاهرو په زور استعفا او د پوځ منځګړتوب دواړه غیرقانوني دي. د مشال راډیو خبریال بشیر ګواښ سره مرکه کړې.
' او س هم ډېری استادان چې ملکانان هم دي، او په سیاسی کارونو کې مشغوله دي، ښوونځيو ته نه راځي او د ماشومانو له راتلونکې سره لوبې کوي.'
د امریکا د سولې په انسټيټیوټ کې د افغانستان او مرکزي اسیا د چارو څېړونکی برمک پژواک په امریکايي ستراتیژۍ کې نیمګړتیاوې ویني. له نوموړي سره موږ مرکه کړې چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
پاکستان تحریک انصاف او د جمعیت العلماء اسلام س ډله راتلونکیو ټولټاکنو لپاره د یوې ګډې انتخابي کړنلارې په جوړولو رضا شوي دي.
د ماشومانو د حقونو مبارزه کونکو په وینا چې یوه ماشومه په کم سنۍ کې د ودولو له وجې نه یواځې هغه د سکول د تلو نه پاتي شي بلکې په صحت یې هم سخت اغیز پریوځي.
تر کومه حده چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ د مسوليت اړه ده نو نړۍ ډېره ښه پوهېږي چې د ترهګرو پټنځايونه په پاکستان کې دي. د امريکا دغه وروستۍ سټراټيجي دوه مهم اړخونه لري. يو يې دا دی چې امريکا به تر هغه وخته د افغانستان ملاتړ کوي
د مشال پلار اقبال خان ګيله کوي چې صوبايي حکومت ورسره کومې وعدې کړې وې له هغې خوشاله نه دي.
د رواني یا ذهني رنځونو متخصص ډاکټر میا افتخارحسین وايي د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د ابادۍ نېږدې شپېته فیصده خلک د بېلا بېلو ذهني رنځونو ښکار شوي دي.
پخوانی سفارتکار رستم شاه مومند وايي د پاکستان پالیسي تل دا پاتې شوې ده چې له امریکا سره یې څرګند مخالفت و نه شي، نو ځکه فکر نه کوي چې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې به په راتلونکې کې په مکمل ډول پرې شي او یا ډېرې ښې شي.
په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل رېمنډ مېکګرا وايي د پېښور کونسلګرۍ او په اسلام اباد کې د امريکا سفارت ګوري د فاټا اصلاحاتو څه نتيجې مخې ته راځي او د پاکستان ولس د قبايلي سيمې اصلاحات څنګه مخ پر وړاندې بوځي.
ګل اياز له کارپوه زاهد حسين سره مرکه کړي او تري پوښتلي چې د امريکا بهرنيو چارو وزير پاکستان ته سفر څه پيغام وو
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته