د ښځو حقونوپه اړه کارکونکې غېر سرکاري اداره عکس وايي چې په پاکستانيو مطبوعاتو کې د ښځو لپاره سپکه ژبه استعمالېږي او د ښځو د تقدس خيال نه ساتل کېږي.
ډونلډ ټرمپ د امریکا نوی ولسمشر شو او دغه ډول د ولسمشر بارک اوباما دوره پای ته ورسېدله
د مشال راډيو د ځوانانو غږ خپرونې د دې اونۍ ګډونوال چې ځان د پښتنو اتل باچاخان پيروکار بولي وايي له ترهه ګرۍ او سختدريځۍ د پښتنو نجات يوازې
ډونلډ ټرمپ د امریکا ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه کوي.
نن که پر باچاخان، خدايي خدمتګار غورځنګ او عدم تشدد باندې څېړنې روانې دي نو د دې لويه وجه دا ده چې نړۍ او دلته اوسېدونکي د جنګ اخيري پړاو ته رسېدلي، د نړۍ په هر ګوټ کې اور بل دی
د امريکايې ولسمشر باراک اوبامه واکمني به د جمعه په ورځ پای ته ورسېږي او پر ځای به يې ډونلډ ټرمپ د هېواد مشري پر غاړه واخلي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د باراک اوبامه په واکمنۍ کې د امريکا له افغانستان او پاکستان سره د تعلقاتو جاج اخستل شوی دی او دغه اړيکې به د ډونلډ ټرمپ په واکمني په ممکنه توګه کومه بڼه غوره کولای شي؟ ميلمانه په پېښور کې د دفاعي چارو پوه برېګيډيير محمود شاه او په کابل کې د سياسي چارو پوه اباسين بريال دي.
سیاستوال او د انساني حقونو لپاره کارکوونکی افراسیاب خټک وايي هغه وخت ټول سیاسي ګوندونه د پوځي عدالتونو په جوړولو سلا شوي ول خو ممکنه نه ښکاري چې اوس یې موده غځولو ته غاړه کېږدي.
د خوست په ګلان کېمپ کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال وايي خپلو سیمو ته ستنیدلو پرمهال دې ورسره په امنیتي پوستو نرمي وکړل شي او د کومو کډوالو چې کورنۍ په خوست کې وې او په بنو کې یې وطن کارډونه ترلاسه کړي وو د هغوي د ستنیدلو لپاره دې هم انتظامات وکړل شي.
کوټه: د بلوچستان صوبې د مرکز کوتې تر څنګ په زیاتره پښتونخوا مېشتو سیمو کې له اوږدې مودې وروسته د جمعې له شپې د واورې او باران لړۍ پیل شوې ده. د کوټې د ښار اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي چې که څه هم دوی د واورې او باران په لړۍ خوشاله دي خو له دې کبله د بجلۍ ، ګېس او اوبو په ترلاسه کولو کې یې ستونزې هم زیاتې شوې دي. د کوټې تر څنګ په زیارت ، ږوب ، لورالايي او نورو سیمو کې هم له میاشتو وروسته باران او له کلونو وروسته واوره شوې ده. په دې اړه د ایوب ترین رپوټ واورئ
ثنا اعجاز وايي په پاکستان کې چې څوک هم د رياست پر پالیسیو پوښتنې راپورته کړي نو پر هغو سمدستي د مذهب او رياست د سپکاوي تورنه لګي.
د رېکس ټېلرسن د څرګندونو په غبرګون کې د روسي ولسمشر ولاديمير پوتن وياند ويلي، هېواد يې د ښاغلي ټېلرسن د کرايميا په اړه دريځ ردوي.
ستونځه د پاکستان په ریاستي بیانیه کې ده. ریاستي بیانیه دا ده چې د پاکستان وجود له هنده په خطر کې دی او بله دا چې مذهب د دې هېواد یو بنیادي اړخ دی. د دې جرړه په نولس سوه اووه څلویښتم کال کې د هند وېش ته رسېدلې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته