د امريکايې ولسمشر باراک اوبامه واکمني به د جمعه په ورځ پای ته ورسېږي او پر ځای به يې ډونلډ ټرمپ د هېواد مشري پر غاړه واخلي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د باراک اوبامه په واکمنۍ کې د امريکا له افغانستان او پاکستان سره د تعلقاتو جاج اخستل شوی دی او دغه اړيکې به د ډونلډ ټرمپ په واکمني په ممکنه توګه کومه بڼه غوره کولای شي؟ ميلمانه په پېښور کې د دفاعي چارو پوه برېګيډيير محمود شاه او په کابل کې د سياسي چارو پوه اباسين بريال دي.
سیاستوال او د انساني حقونو لپاره کارکوونکی افراسیاب خټک وايي هغه وخت ټول سیاسي ګوندونه د پوځي عدالتونو په جوړولو سلا شوي ول خو ممکنه نه ښکاري چې اوس یې موده غځولو ته غاړه کېږدي.
د خوست په ګلان کېمپ کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال وايي خپلو سیمو ته ستنیدلو پرمهال دې ورسره په امنیتي پوستو نرمي وکړل شي او د کومو کډوالو چې کورنۍ په خوست کې وې او په بنو کې یې وطن کارډونه ترلاسه کړي وو د هغوي د ستنیدلو لپاره دې هم انتظامات وکړل شي.
کوټه: د بلوچستان صوبې د مرکز کوتې تر څنګ په زیاتره پښتونخوا مېشتو سیمو کې له اوږدې مودې وروسته د جمعې له شپې د واورې او باران لړۍ پیل شوې ده. د کوټې د ښار اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي چې که څه هم دوی د واورې او باران په لړۍ خوشاله دي خو له دې کبله د بجلۍ ، ګېس او اوبو په ترلاسه کولو کې یې ستونزې هم زیاتې شوې دي. د کوټې تر څنګ په زیارت ، ږوب ، لورالايي او نورو سیمو کې هم له میاشتو وروسته باران او له کلونو وروسته واوره شوې ده. په دې اړه د ایوب ترین رپوټ واورئ
ثنا اعجاز وايي په پاکستان کې چې څوک هم د رياست پر پالیسیو پوښتنې راپورته کړي نو پر هغو سمدستي د مذهب او رياست د سپکاوي تورنه لګي.
د رېکس ټېلرسن د څرګندونو په غبرګون کې د روسي ولسمشر ولاديمير پوتن وياند ويلي، هېواد يې د ښاغلي ټېلرسن د کرايميا په اړه دريځ ردوي.
ستونځه د پاکستان په ریاستي بیانیه کې ده. ریاستي بیانیه دا ده چې د پاکستان وجود له هنده په خطر کې دی او بله دا چې مذهب د دې هېواد یو بنیادي اړخ دی. د دې جرړه په نولس سوه اووه څلویښتم کال کې د هند وېش ته رسېدلې ده.
افغانستان کې په داسې حال کې بې امني ډېره شوې چې طالبانو پر پاکستان سربېره، روس، ايران او چين سره هم اړيکې زياتې کړي دي. افغان حکومت په بيا بيا د دولتونو په کچه د اړيکو غوښتنې کړې خو څيړونکي وايي قوي هيوادونه به د لاس پوڅو ډلو له استعماله لاس وانخلي.
ساجد حسين توري زیاتوي حکومت ته پکار ده چې ړومبی په قبايلي سيمو کي د امنيت ټوله ذمه واري واخلي او بیا د وسلو راغونډولو مهم شروع کړي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر خان جان الکوزی وايي په تېر يوه کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ تجارت کې شاوخوا اویا فیصده کموالی راغلی دی. نوموړي دا خبره د مشال راډیو له خبريال باز محمد عابد سره په ځانګړې مرکه کې کړې ده. له خان جان الکوزي په سر کې پوښتل شوي چې له
د کال په لومړۍ شپه یوه وسله وال کس په استنبول کې یوه کلب ته په ورننوتو ډزې وکړې چې ګڼو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
که پاکستان د ترهګرۍ ځپلو لپاره یو نوی باب پرانیزي نو باید د ترهګرۍ وروستیو پېښو، روڼه او هراړخیزه عدالتي پلټنه وکړي.د دې پر موندنو او پر سپارښتونو عملداري به روانې لوبې ته د پای ټکی کېږدي چې د ترهګرۍ په نامه کېږي. له دې علاوه دې د ترهګرۍ جګړې پروړاندې یوه اغېزمنه او پرمغزه لارنقشه وړاندې کړل شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته