ډاکتر محمد تقي زیاتوي، که افغانستان ته پاکستان اور وړی نو د پاکستان لمن ته هغه رسېدلی دی. دغسې مسله د سعودي هم ده. په تېرو ۴۰ کلونو کې سعودي هم په دنیا کې د جهاد د فکر لپاره صرفه، خرچه یې هم کړې ده.
وېټمور لیکي، دا ځل په سرمشریره کې ناټو اوږدمهاله جګړې پلان جوړوي. چارواکي وايي، د جمعې او خالي پر ورځو د ناټو په غونډو کې د شویو فیصلو اثرات به تر راتلونکو لسیزو پورې ولیدل شي.
د پښتو ژبې د مشهور او خوږ غږي سندرغاړي او د مشال ريډيو د همکار، اسحق خان نوې سندره خپره شوه. نوموړي وايي دا يې اختر ته خپلو مينه والو ته ډالۍ کړي. شاعر يې عبدالحفیظ مليار دی او کمپوز يې اسحق خان اميري پخپله کړی.
په ما دې وکو په تا وشه ــ په کور دې راشه بې بارانه سېلاوونه
د جولايي په شپږمه، د چارشنبې په ورځ افغان کرکټ ملي لوبډله د سکاټ لينډ په وړاندې دوهمه يو ورځنۍ سيالي کوي. لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه خو د باران له کبله بې نتيجې پاتې شو. د اختر د ورځې دې سيالۍ په اړه د افغان لوبډلې مرستيال روزونکي سره زموږ همکار بشيرګواښ مرکه کړي.
د جولايي په شپږمه، د چارشنبې په ورځ افغان کرکټ ملي لوبډله د سکاټ لينډ په وړاندې دوهمه يو ورځنۍ سيالي کوي. لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه خو د باران له کبله بې نتيجې پاتې شو.
د پاکستان په پارلمان کې پښتنو ملتپالو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د قبایلي سیمو لپاره دې اعلان کړې بودیجه زیاته کړي. د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، حکومت یو سل اربه روپۍ اعلان کړې دي او دا د قبایلي سیمو او له دې سیمو د بې کوره کړل شویو خلکو د اړتیاوو په مقابله کې هېڅ هم نه دي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سېنېټر عثمان کاکړ وايي، دوی په سېنېټ کې قرار داد منظور کړی وو چې د قبایلي سیمو لپاره دې یو زر اربه روپۍ اعلان شي. خو د ده په وینا، حکومت پر دې سربېره د قبایلي سیمو لپاره بودیجه تر یو سل اربه روپۍ نه ده زیاته کړې. د واکمن مسلم لیګ نون ډلې مخکښ شهاب الدین خان وايي، دوی په دې اړه په پارلمان کې ږغ پورته کړی دی او بیا به هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د سیراج ظهیر راپور
د قبایلي سیمو بېکوره کړل شوي خلک وايي، روژه یې ډیره په تکلیف تېرېږي او اوس چې د اختر مخه ده نو بیا هم له حکومتي چارواکو هېر شوي دي. دوي وايي، کوم خلک چې کورونو ته ستانه شوي هم دي هغوی د ژوند له بنیادي اسانتیاو بې برخې دي. د کرښې پر غاړه خپرونه کې پر دغه موضوع خبرې کوو. کوربه یې شاهین بونېری دی.
د ټولنيزو اړيکو پر وېبپاڼه ټويټر باندې د سعودي عرب داخله وزارت په يو پیغام کې ويلي دي چې عبدالله ګلزارله ۱۲ کالو راهیسې په سعودي عرب کې میشت وو .
قامي وطن پارټئ مرکزي چییرمین او د پاکستان پخوانې د کورنو چارو وزیر افتاب احمد خان شیرپاؤ پاکستان کې افغان کډوالو شپږ میاشت موده غزولو ستاینه کړې ده او د خیبر پختونخوا حکومت له اړخه افغان مهاچرینو په حقله بیانونو غندنه کړې ده چې ګني افغان مهاجرین په زور د صوبې اویستلې شي یا دې بل صوبې ته اولیږلې شي. آفتاب احمد خان په دې حقله د مشال ريډيو همکار خالد خان سره خب
کراده تر ډېره بریده شیعه میشته سیمه ده او روان کال د عراق تر ټولو خونړۍ سیمه ثابته شوې ده.
د امريکا کانګرس د پوځي خدمتونو کمیټۍ مشر جان مککېن له خپل پلاوي سره په یوه ناڅاپي سفر پرون یکشنبه/اتوار د شمالي وزیرستان مرکز میرام شاه لیدنه وکړه. نوموړي ته پر دې مهال پاکستانیو امنیتي چارواکو په شمالي وزيرستان کې د وسله والو تباه کړل شوي پټنځايونه او مواصلاتي نظام هم وروښود خو د مشال راډيو خبریال سېلاب مسود د ازادۍ راډيو له خبریالې ملالۍ بشیر سره په مرکه کې وايي، جان مککېن ته هغه کورونه، دوکاونه، بازارونه و نه ښودل شول چې د پاکستانیو پوځیانو په ضرب عضب عملیاتو کې وران کړل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته