قامي وطن پارټئ مرکزي چییرمین او د پاکستان پخوانې د کورنو چارو وزیر افتاب احمد خان شیرپاؤ پاکستان کې افغان کډوالو شپږ میاشت موده غزولو ستاینه کړې ده او د خیبر پختونخوا حکومت له اړخه افغان مهاچرینو په حقله بیانونو غندنه کړې ده چې ګني افغان مهاجرین په زور د صوبې اویستلې شي یا دې بل صوبې ته اولیږلې شي. آفتاب احمد خان په دې حقله د مشال ريډيو همکار خالد خان سره خب
کراده تر ډېره بریده شیعه میشته سیمه ده او روان کال د عراق تر ټولو خونړۍ سیمه ثابته شوې ده.
د امريکا کانګرس د پوځي خدمتونو کمیټۍ مشر جان مککېن له خپل پلاوي سره په یوه ناڅاپي سفر پرون یکشنبه/اتوار د شمالي وزیرستان مرکز میرام شاه لیدنه وکړه. نوموړي ته پر دې مهال پاکستانیو امنیتي چارواکو په شمالي وزيرستان کې د وسله والو تباه کړل شوي پټنځايونه او مواصلاتي نظام هم وروښود خو د مشال راډيو خبریال سېلاب مسود د ازادۍ راډيو له خبریالې ملالۍ بشیر سره په مرکه کې وايي، جان مککېن ته هغه کورونه، دوکاونه، بازارونه و نه ښودل شول چې د پاکستانیو پوځیانو په ضرب عضب عملیاتو کې وران کړل شوي دي.
په خېبر پښتونخوا کې چارواکي وايي، سیلاوونو لږ تر لږه ۴۳ کسان وژلي دي. په دغه صوبه کې د ناورینونو سمبالولو ادارې یوه ویاند لطیف الرحمان د اتوار په ورځ مشال راډيو ته وویل چې يواځې د چترال په [اورسون] سیمه کې له سېلاوونو ۴۱ وژل شوي دي. نوموړی وايي د یادې ضلعې خلکو ته تر سېلاو وړاندې د کلیو پرېښودلو په
د بنګله دېش یو پوځي چارواکي ویلي د هېواد په سر ښار ډاکه کې د وسله والو لخوا په یرغمل شویو کسانو کې شل وژل شوي دي چې ټول بهرنیان دي.
خیبرایجنسۍ: د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ ستوري خیلو قبیلې کډوال وايي زر تر زره دې خپلو کورنو ته وليږل شي. په دې سیمه کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله بې کوره کړل شوي خلک وايي ، حکومت د باړې خلک ستانه کړل شو خو امنیتي ځواکونه یوازې د دوی قبیله نه پرېږدي چې خپلې سیمې ته ولاړه شي. د یادې قبيلې يو مشر شمير خان اپريدي د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې نړیوالو مرستندويه ادارو هم پر دوی خوارکي توکي بند کړي دي. له قبایلي سیمو د بې کوره کړل شوو خلکو زیاتره چارې په دې سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې – ایف ډي ایم اې – پر غاړه دي. د دې ادارې چارواکي وايي چې دوي په دې لړ کې له امنيتي ځواکونو سره خبرې کوي او دا مسله به ډير زر هواره کړي. په دې اړه د فرهاد شنواري رپوټ دلته واورئ.
پاکستان د روان کال د جون په نهه ویشتمه نېټه د رجسټرډ کډوالو د اوسېدو موده تر شپږو میاشتو غځولې ده.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي،اوس هم له پاکستانه دا غوښتنه لري چې د طالبانو هر هغه مشر چې د پاکستان په خاوره کې میشت دي له خپله هېواده وباسي. ده دا هم وویل چې د امن بهیر لپاره د څلوراړخېز په غونډه کې د ایران، هند او روس شاملول به ډېر ښه ګټه ولري. په دې اړه له
د خيبر پښتونخوا پوليس د ولس آګاهۍ او پېژندګلو لپاره د يوويشت کلنګ خورو فهرست پر خپله وېبپاڼه جاري کړی دی، دغه کسان د کلنګ په کېسونو کې تر سزا تېرولو پس پرېښودل شوي دي چې د پولیس په خبره اوس یې څارنه روانه ده. د رفعت انجم راپور
د بلوچستان حکومت په کوټه کې د وسلې پر ګرځولو او پر غبرګو موټرسایکل سورو بندیز لګولی دی. حکومت دا ګام پر پولیسو او سرحدي عسکرو د زیاتېدونکیو وسله والو بریدونو په غبرګون کې اخیستی دی. په کوټه کې په تېره یوه اونۍ کې په هدفي بریدونو او چاودنو کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي چې ډېری یې امنیتي سرتېري ول. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین راپور
یو وخت داسې وو، چې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې به ښځو په پټو کې کار کاو، اوس هم په ډېرو ځانونو کې شته خو هغسې نه.
د سېشنبې په ماښام اسلام اباد کې افغان سفير، عمر زاخېلوال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو او د عوامي نيشنل ګوند د يو مشر افراسياب خټک په ګډون ځينو نورو پښتنو سياستوالو سره ملاقات کړی. دا ملاقات که څه هم غير رسمي وو خو په روانو مسايلو پکې خبرې اترې شوي دي. زموږ همکار، بشيرګواښ په دې اړه د افراسياب خټک سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې دې ملاقات کې د شوو خبرو تفصيل غوښتی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته