چرته چې پوځي عملیات کېږي نو هلته داسې نه وي چې څومره خلک ووژل شول یا زخمیان شول، هغوی به هم په هغه ځای کې وي. د عملیاتو پر مهال وسله وال خپل زخمي یا وژل شوي ملګري له ځانه سره یوسي نو ځکه هم د وسله والو د مرګ ژوبلې شمېر په اندازو مبني وي، کره نه وي.
''په ماشومتوب کې د ودونو له وجې جېنکۍ له یو شمېر روغتیايي او نورو ستونزو سره مخامخېږي''
د سوات په سېلګریزه سيمه کالام کې د شورو/چارشنبې ورځ په سلګونو خلکو د پوځ او پولیسو خلاف احتجاج کړی دی. د کالام بازار صدر راحت خان نن/زیارت ورځ مشال راډيو ته وويل، چې شهزاده نومي یو تن د پوليسو او پوځ د سختې رویې او ځای پر ځای تلاشۍ له وجي خودکشي کړې ده، چې په نتیجه کې یې خلکو نن هم د کالام بازار بند کړی دی. احتجاجیان غوښتننه کوي چې امنیتي ادارې دې د ترهه ګرۍ په نوم شريف او بې ګناه ولس نه تنګوي. بلخوا د کالام تاڼې اېس اېچ او سليم يوسف وایي د دغه تن د خوکشۍ وجه معلومه نه ده، او په په سوات کې د پوځ لخوا هم په دې اړه لا تر اوسه هېڅ دریځ [موقف] نه دی راغلی. د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان راپور
د پاکستان پيپلز ګوند له خوا د سيند صوبې لپاره مرادعلي شاه نوی اعلا وزير نومول شوی دی چې د اسمبلۍ په راروانه غونډه کې به لوړه کوي، د ۵۴ کلن مرادعلي شاه تعلق د سيند صوبې د جامشورو سيمې او د لکياري سيدانو له کورنۍ سره دی.
د دې کلتوري ورځې لمانځلو موخه دا ده په کراچۍ کې میشت پښتانه ځوانان خبر کړي چې پښتانه خپل ځانګړی کلتور لري او دوی يې بايد هېر نه کړي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي چې په کابل کې دوروستۍ ځانمرګې چاودنې ذمه وار به هېڅ کله معاف نه کړي. دغه برید چې پکې له ۸۰ څخه زیات کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ سېوا ژوبل شوي دي، ذمه واري یې اسلامي دولت وسله والې ډلې یعنې داعش منلې ده.
د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک وایي، په هېواد کې میشت کډوال یې مېلمانه دي چې تر څو هغوی خپل وطن ته ستنېږي نو دلته به یې د مېلمنو په توګه حیال ساتل کېږي، نوموړی وايي، پولیسو ته یې امر کړی چې هېڅ یو کډوال دې بې ځایه نه تنګوي. نوموړي وویلؤ د پاکستان - چین اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې د مغربي لار په اړه د حکومت له هلو ځلو مطمینه نه دی. د پروېز خټک په وینا چې په صوبه کې یې ډېر پرمختیایې کارونه کړي دي خو ورته لا هم چېلنجونه شته چې یو پکې په نظام کې د بدلون راوستو چېلنج هم دې. د مشال راډیو له خبریالې رابعه اکرم خان سره په یو خصوصي مرکه کې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا وویل چې د مولانا سمیع الحق مدرسې ته یې فنډ ځکه ورکړی دی چې دا پیسې د جدید علومو لپاره استعمال کړي او په مدرسه کې اصلاحات راوړي.
د پاکستان منصوبه بندۍ لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ ویلي دي چې وفاقي حکومت د چین ـــــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د غربي سړک په جوړولو کې سنجیده نه دی او هم دا وجه ده چې تر دې دمه ېي نه د دې لپاره ځمکه اخستې او نه ېي فزیبلټي رپورټ جوړ کړې. د نوموړي پر دغه څرګندونو د مشال راډيو اسلام اباد خبریال سراج ظهیر راپور لري.
د پاکستان وزیر اعظم سلاکار وايي اسلام آباد هلې ځلې کوي چې افغان طالبان په درېوو اونیو کې د سولې خبرو ته حاضر شي. سرتاج عزیز دا خبره د مشال راډيو له همکارې رابعې اکرم خان سره په یوه ځانګړې مرکه وکړه.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې هوډ په ترڅ کې چې هېواد به پاکوي، ترکیو چارواکو د ښارګوټو او ایالتونو لسګونه والیان هیسته کړي دي.
د خيبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا ويلي چې د قبايلي سيمو د انتظامي او ايني حيثيت بدلولو په اړه د پاکستاني وزيراعظم نواز شریف لخوا د جوړې شوې کمېټۍ راپور به د اګست په مياشت کې اعلان شي. د وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په مشری کې ددې کمېټۍ د ټولو قبايلي اېجنسيو سفرونه وکړل او په دې اړه يې د خلکو نظرونه راټول کړل. که څه هم راپور بشپړ شوی دی او تفصيل يې لا هم په رسمي توګه نه دی په ډاګه شوی خو ځينې برخې يې په پاکستاني مطبوعاتو کې خپرې شوې دي. ايا په ډاګه شوي مالومات د قبايليي سيمو خلکو لپاره دمنلو وړ دي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې اوونيز بحث کې د فاټا له سنېټر صالح شاه، د خيبر پښتونخوا پخواني ګورنر انجينېر شوکت الله، په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پخواني پارلېماني مشر حاجي منير اورکزي او د فاټا سياسي اتحاد پخواني او د پېپلز ګوند د فاټا اوسني مشر اخوندزاده چټان سره څېړل شوې دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
په سوات کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکونکې د بېدارۍ ( Awakening ) په نوم یوه ټولنه وايي په سوات ضلع کې د تېرې اونۍ په اوږدو کې اته مېرمنې په ناموسي پېښو کې وژل شوې دي. دغه ټولنه وايي د سږ کال له پيله د غیرت په نامه د مېرمنو وژلو پېښې زیاتې شوې دي. په سوات کې د بیدارۍ ټولنې مشر عرفان حسېن بابک د سږني کال له جنورۍ راهیسې تر دا اوسه ۲۹ مېرمنې د ناموس په نامه وژل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته