د پاکستان وزیر اعظم سلاکار وايي اسلام آباد هلې ځلې کوي چې افغان طالبان په درېوو اونیو کې د سولې خبرو ته حاضر شي. سرتاج عزیز دا خبره د مشال راډيو له همکارې رابعې اکرم خان سره په یوه ځانګړې مرکه وکړه.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې هوډ په ترڅ کې چې هېواد به پاکوي، ترکیو چارواکو د ښارګوټو او ایالتونو لسګونه والیان هیسته کړي دي.
د خيبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا ويلي چې د قبايلي سيمو د انتظامي او ايني حيثيت بدلولو په اړه د پاکستاني وزيراعظم نواز شریف لخوا د جوړې شوې کمېټۍ راپور به د اګست په مياشت کې اعلان شي. د وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په مشری کې ددې کمېټۍ د ټولو قبايلي اېجنسيو سفرونه وکړل او په دې اړه يې د خلکو نظرونه راټول کړل. که څه هم راپور بشپړ شوی دی او تفصيل يې لا هم په رسمي توګه نه دی په ډاګه شوی خو ځينې برخې يې په پاکستاني مطبوعاتو کې خپرې شوې دي. ايا په ډاګه شوي مالومات د قبايليي سيمو خلکو لپاره دمنلو وړ دي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې اوونيز بحث کې د فاټا له سنېټر صالح شاه، د خيبر پښتونخوا پخواني ګورنر انجينېر شوکت الله، په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پخواني پارلېماني مشر حاجي منير اورکزي او د فاټا سياسي اتحاد پخواني او د پېپلز ګوند د فاټا اوسني مشر اخوندزاده چټان سره څېړل شوې دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
په سوات کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکونکې د بېدارۍ ( Awakening ) په نوم یوه ټولنه وايي په سوات ضلع کې د تېرې اونۍ په اوږدو کې اته مېرمنې په ناموسي پېښو کې وژل شوې دي. دغه ټولنه وايي د سږ کال له پيله د غیرت په نامه د مېرمنو وژلو پېښې زیاتې شوې دي. په سوات کې د بیدارۍ ټولنې مشر عرفان حسېن بابک د سږني کال له جنورۍ راهیسې تر دا اوسه ۲۹ مېرمنې د ناموس په نامه وژل شوي دي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر سیکرېټري میا افتخار حسېن غوښتنه کړې ده چې په هدفي بریدونو کې د وژل شویو کسانو په اړه دې د پلټنو لپاره یو عدالتي کمیشن جوړ کړل شي. د مشال ریډیو له همکار شاهین بونېري سره په خبرو کې نوموړي وویل، تر اوسه د عوامي نېشنل ګوند تر یو زرو زیات مشران/غړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل انتظامیې لخوا د شکیل اپرېدي مقدمې سرکاري ریکارډ د فاټا ټرایبونل (قضايي جرګګۍ) ته وړاندې کړل شوی دی. د شکیل اپرېدي وکیل ندیم قمر اپرېدی وايي، دغه ریکارډ د مقدمې پرمخبیولو په ترڅ کې یو لوی پرمختګ دی او اوس به د نوموړي په خبره د دغه مقدمې اورېدنه د اګست په ۲۳مه نېټه کېږي. ادعا کېږي چې شکیل اپرېدي د القاعدې مشر اسامه بن لادن په موندنو کې له امریکایانو سره مرسته کړې وه. له پېښوره د خالد خان راپور
د قندیل په شان خلک چې پر سوشل میډیا د خپل زړه خبرې شریکوي، هغه موږ ته بد ښکاري، هغه موږ ته د قام، ملک، کلتور او مذهب لپاره خطره ښکاري خو هغو خلکو پر خلاف موږ بالکل غږ نه اوچتوو چې ترهګري خپروي.
نن پېښور کې د مدني ټولنو غړو، په ټولنيزو مطبوعاتو کې د خپلو ويډيوګانو لپاره مشهورې، پاکستانۍ اداکارې قنديل بلوچ د وژنې پر ضد مظاهره وکړه. مظاهره کې شاملې، ثنا اعجاز مشال ريډيو ته وويل چې حکومت بايد د قنديل بلوچ ورور ته چې هغه يې ووژله، سزا ورکړي.
د اداکارې قنديل بلوچ د وژنې خلاف په پيښور کې د بشري حقونو کارکونکو مظاهره کړې. د مظاهرې مشري کونکې ثنا اعجاز زموږ له همکار اسرار عالم مومند سره په مرکه کې وويل وسله وال چې بې ګنا خلک وژني د ټولنې لپاره خطر نه ګڼل کيږي خو د قنديل بلوچ په څېر خلک بيا د ټولنې او کلتور لپاره خطرناک وبلل شي.
د دوه زره دیارلسم کال د اګست میاشت وه ــــــــ د استنبول د سلطان احمد جمات خواته زما د هوټل د کمرې د کړکۍ نه ما وکتل چې ددغه عظیم الشان جمات د ګنبتونو او منارو تر مینځ د ماځیګر د لمر پلوشو پټ پټونی کاوه.
د مشال ريډيو همکار ګل آياز د ترکي په انقره پوهنتون کې د ترهګرۍ ضد جګړې کې لوړې زدکړې ترلاسه کونکي شهريار خان سره د ترکي پر حالاتو مرکه کړي او پر سر کې يې تري پوښتلي چې په ترکي کې د پوځي کودتا وجوهات څه دي؟
ډاکتر محمد تقي زیاتوي، که افغانستان ته پاکستان اور وړی نو د پاکستان لمن ته هغه رسېدلی دی. دغسې مسله د سعودي هم ده. په تېرو ۴۰ کلونو کې سعودي هم په دنیا کې د جهاد د فکر لپاره صرفه، خرچه یې هم کړې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته