د عوامي نېشنل ګوند مشر سیکرېټري میا افتخار حسېن غوښتنه کړې ده چې په هدفي بریدونو کې د وژل شویو کسانو په اړه دې د پلټنو لپاره یو عدالتي کمیشن جوړ کړل شي. د مشال ریډیو له همکار شاهین بونېري سره په خبرو کې نوموړي وویل، تر اوسه د عوامي نېشنل ګوند تر یو زرو زیات مشران/غړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل انتظامیې لخوا د شکیل اپرېدي مقدمې سرکاري ریکارډ د فاټا ټرایبونل (قضايي جرګګۍ) ته وړاندې کړل شوی دی. د شکیل اپرېدي وکیل ندیم قمر اپرېدی وايي، دغه ریکارډ د مقدمې پرمخبیولو په ترڅ کې یو لوی پرمختګ دی او اوس به د نوموړي په خبره د دغه مقدمې اورېدنه د اګست په ۲۳مه نېټه کېږي. ادعا کېږي چې شکیل اپرېدي د القاعدې مشر اسامه بن لادن په موندنو کې له امریکایانو سره مرسته کړې وه. له پېښوره د خالد خان راپور
د قندیل په شان خلک چې پر سوشل میډیا د خپل زړه خبرې شریکوي، هغه موږ ته بد ښکاري، هغه موږ ته د قام، ملک، کلتور او مذهب لپاره خطره ښکاري خو هغو خلکو پر خلاف موږ بالکل غږ نه اوچتوو چې ترهګري خپروي.
نن پېښور کې د مدني ټولنو غړو، په ټولنيزو مطبوعاتو کې د خپلو ويډيوګانو لپاره مشهورې، پاکستانۍ اداکارې قنديل بلوچ د وژنې پر ضد مظاهره وکړه. مظاهره کې شاملې، ثنا اعجاز مشال ريډيو ته وويل چې حکومت بايد د قنديل بلوچ ورور ته چې هغه يې ووژله، سزا ورکړي.
د اداکارې قنديل بلوچ د وژنې خلاف په پيښور کې د بشري حقونو کارکونکو مظاهره کړې. د مظاهرې مشري کونکې ثنا اعجاز زموږ له همکار اسرار عالم مومند سره په مرکه کې وويل وسله وال چې بې ګنا خلک وژني د ټولنې لپاره خطر نه ګڼل کيږي خو د قنديل بلوچ په څېر خلک بيا د ټولنې او کلتور لپاره خطرناک وبلل شي.
د دوه زره دیارلسم کال د اګست میاشت وه ــــــــ د استنبول د سلطان احمد جمات خواته زما د هوټل د کمرې د کړکۍ نه ما وکتل چې ددغه عظیم الشان جمات د ګنبتونو او منارو تر مینځ د ماځیګر د لمر پلوشو پټ پټونی کاوه.
د مشال ريډيو همکار ګل آياز د ترکي په انقره پوهنتون کې د ترهګرۍ ضد جګړې کې لوړې زدکړې ترلاسه کونکي شهريار خان سره د ترکي پر حالاتو مرکه کړي او پر سر کې يې تري پوښتلي چې په ترکي کې د پوځي کودتا وجوهات څه دي؟
ډاکتر محمد تقي زیاتوي، که افغانستان ته پاکستان اور وړی نو د پاکستان لمن ته هغه رسېدلی دی. دغسې مسله د سعودي هم ده. په تېرو ۴۰ کلونو کې سعودي هم په دنیا کې د جهاد د فکر لپاره صرفه، خرچه یې هم کړې ده.
وېټمور لیکي، دا ځل په سرمشریره کې ناټو اوږدمهاله جګړې پلان جوړوي. چارواکي وايي، د جمعې او خالي پر ورځو د ناټو په غونډو کې د شویو فیصلو اثرات به تر راتلونکو لسیزو پورې ولیدل شي.
د پښتو ژبې د مشهور او خوږ غږي سندرغاړي او د مشال ريډيو د همکار، اسحق خان نوې سندره خپره شوه. نوموړي وايي دا يې اختر ته خپلو مينه والو ته ډالۍ کړي. شاعر يې عبدالحفیظ مليار دی او کمپوز يې اسحق خان اميري پخپله کړی.
په ما دې وکو په تا وشه ــ په کور دې راشه بې بارانه سېلاوونه
د جولايي په شپږمه، د چارشنبې په ورځ افغان کرکټ ملي لوبډله د سکاټ لينډ په وړاندې دوهمه يو ورځنۍ سيالي کوي. لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه خو د باران له کبله بې نتيجې پاتې شو. د اختر د ورځې دې سيالۍ په اړه د افغان لوبډلې مرستيال روزونکي سره زموږ همکار بشيرګواښ مرکه کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته